ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا ټولګټو چارو رياست په تېر یوه کال کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت ویجاړ شوي پلونه رغولي

د پکتيکا ټولګټو چارو رياست په تېر یوه کال کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت ویجاړ شوي پلونه رغولي

author avatar
5 Sep 2022 - 12:30
د پکتيکا ټولګټو چارو رياست په تېر یوه کال کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت ویجاړ شوي پلونه رغولي
author avatar
5 Sep 2022 - 12:30

ښرنه (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا د ټولګټو چارو رياست وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته یې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لویو لارو ویجاړ شوي پلونه او تخریب شوي ځایونه رغولي دي.

د یادې شوې ادارې رییس مولوي اکبر عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز ښرنې په ګډون د دغه ولايت په سر روضه، خوشامند، سروبي او اورګون ولسواليو کې یې هغه پلونه، پلګوټي او د لویو لارو ځینې برخې رغولې چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي وو.

هغه زیاته کړه، د سر روضې ولسوالۍ اړوند په پړاو سيمه کې یې ۷۰ متره پل د ۴ ميليونه، په اورګون ولسوالۍ کې یې یو پلګوټی د ۵۰۰زره، په خوشامند ولسوالۍ کې یې ۷ کيلومتره سړک د ۵۰۰زره او د سر روضې ولسوالۍ په ګلردين سيمه کې یې ۲.۵ کيلومتره سړک په جغلي ډول د ۲.۳ ميليونه افغانيو په لګښت رغولي دي.

د ده په وينا، د دې ترڅنګ یې له تېر کال راهیسې د پکتیکا د سړکونو په څلورو مسيرونو (ښرنه – مټاخان، ښرنه – بندسرده، ښرنه – خيرکوټ او ښرنه – انګور اډه) کې دوه ځلې د پلونو او پلچکونو د پاکولو چارې تر سره کړې دي.

د پکتیکا اوسېدونکي د ټولګټو چارو ریاست د دغو اقداماتو هرکلی کوي، خو غوښتنه لري چې دغه ریاست دې د وروستیو سېلابونو له امله د ویجاړو شوو سړکونو او پلونو د رغولو غم هم وخوري.

د مرکز ښرنې یوه قومي مشر حاجي ګلاب پژواک خبري اژانس ته وويل، د لويو لارو په اوږدو کې هغه پلونه، پلګوټي او د سړکونو ځینې برخې چې د سېلابونو له امله تخريب شوې، خلک یې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کړي دي.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې د پکتيکا ولايت د مرکز، سروبي، مټاخان او اورګون ولسواليو د لارو په ځينو برخو کې ويجاړ شوي پلونه، پلګوټي او د لارو تخريب شوې برخې ورغوي.

هغه زیاته کړه: «ما چې کوم نومونه ياد کړل دا خو يوازې سېلابونو خراب کړي، د پکتيکا په ډېرو لارو کې خراب پلونه شته، موږ غوښتنه کوو چې حکومت دې دا ستونزه حل کړي څو خلک هوسا مزل وکړي.»

د پکتيکا د ټولګټو چارو رییس وايي چې د سېلابونو له امله د ورانو شوو پلونو او لارو د بيارغولو هڅې هم کوي.

نوموړي وويل، د سروبي ولسوالۍ اړوند ۷۰ متره پل چې د سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، د ۶۰۰زره افغانيو په لګښت بېرته رغول شوی او د بشپړ ويجاړېدو مخه یې نيول شوې ده.

د ده په وينا، د پکتیکا – غزني لارې په اوږدو کې یې د ۳۳۰زره افغانیو په لګښت یو پلګوټی هم رغولی چې سېلابونه ویجاړ کړی و.

په ورته توګه یې د ښرنې- سر روضې ۹۰ کیلومتره سړک یاد کړ چې ځینې برخې یې سېلاب زیانمنې کړې وې او د یوه خیریه بنسټ په مرسته یې بېرته ترمیم کړې دي.

دی زياتوي، د اورګون ولسوالۍ اړوند په دهنه سيمه کې د ۵۰۰ متره سړک د ترمیم چارې روانې دي چې ۲ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

د پکتيکا ولايت د ټولګټو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې ۲۲ هغه پلګوټي هم ورغول شي چې په تېر کې د جګړو او يا هم طبيعي پېښو له امله ويجاړ شوي دي.

Views: 241

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.