ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۴۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۴۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
10 Sep 2022 - 19:05
تېره اونۍ افغانستان کې ۴۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
10 Sep 2022 - 19:05

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): تېره اونۍ ځېنو نړۍوالو سرچینو له نړۍ سره د افغانستان د سرپرست حکومت پر تعامل، د دغه حکومت پر ټول‌ګډونوالي، د نجونو له شپږم پورته ټولګيو پر پرانیستې او له افغانستان سره د بشري مرستو پر ډېرېدو ټینګار وکړ.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:    

  • یو ځل بیا د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو پر پرانیستې ټینګار وشو.
  • پاکستان او روسیې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د سرپرست حکومت پر تعامل ټینګار وکړ.
  • یوناما، په افغانستان کې د سرپرست حکومت پر ټول‌ګډونوالي ټينګار وکړ.
  • امریکایي ډیپلومات: د افغانستان اوسنی وضعیت د هغه څه پر خلاف دی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي.
  • د نړۍوالو بشري مرستو په دوام، ۴۰ میلیون امریکايي ډالر کابل ته راورسېدل.
  • د اسیا شورا: نړۍواله ټولنه دې له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي.
  • تېره اونۍ افغانستان کې ۴۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په کابل ښار کې د وږي په ۱۴مه د روسيې سفارت مخې ته ځانمرګي بريد کې د دغه سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان او یو بریدګر وژل شوي او شاوخوا ۱۱ نور کسان ټپيان شوي دي.

ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او یو شمېر هېوادونو دغه برید غندلی دی. ملګرو ملتونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ډیپلوماتانو امنیت خوندي کړي. د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته د دغه برید په اړه د هر اړخیزو څېړنو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې افغان امنیتي ځواکونه به د روسيې سفارت خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د راپورونو له مخې، په هلمند کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دريېو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي. دغه‌راز، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې غلو یو ملکي وګړي وژلی دی.

ځايي چارواکي وايي، د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. دغه‌راز د دغه ولايت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د جلغوزو د حاصلاتو پرسر شخړه کې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

همدا‌راز تېره اونۍ، وسله‌والو په غزني ښار کې يوه مېرمن په ډزو وژلې، په غور کې د کورنۍ شخړې له امله يو کس ژوند له لاسه ورکړی، ناپېژاندو وسله‌والو د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې يو کس وژلی او د دغه ولايت په مرکز ميمنې ښار کې د يوه امنيتي کس له پرتلې لاسي بم غورځېدلی چې له امله يې يو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.

وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د نجونو تعلیم

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دغه ښوونځي پرانیستل شي؛ خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

تېره اونۍ، د پکتيا حکومتي چارواکو وویل په دغه ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د پوهنې وزارت او اړوندې ادارې په غوښتنه نه بلکې د ښوونځيو د مديرانو او خلکو له ډېر ټينګار وروسته پرانیستل شول.

د یادو ښوونځيو تر پرانیستې وروسته، خلکو په اړه یې خوښي وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې دغه ښوونځي په ټولو ولایتونو کې د نجونو پر مخ پرانیزي.

خو وروسته د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وویل ، تر اوسه معلومه نه ده چې په پکتيا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د چا په امر او په کومو شرايطو پيل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په ځینو ټولنیزو رسنیو کې یوه داسې ویډیو لاس په لاس کېږي چې ګواکې په پکتیا کې یو شمېر نجونو د ښوونځیو د بېرته تړل کېدو غبرګون کې لاریون کړی. خو رسمي سرچینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې په افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو محرومېدل د منلو نه دي. هغه ویلي چې دغه کار ټول هېواد ته زيان رسوي.

تېره اونۍ، د افغانستان د ښځو ټولنې مشرې فتانه اسحاق ګیلاني، پژواک خبري اژانس سره مرکه کې د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې له بې‌سوادۍ سره مبارزې ته دې په خپل کاري لومړیتوب کې ځای ورکړي او ښځو او نجونو ته دې هغه حقونه ورکړي کوم چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي.

له افغان حکومت سره تعامل

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د افغانستان لپاره د پاکستان او روسیې ځانګړو استازو له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د سرپرست حکومت پر تعامل ټینګار وکړ، د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه یې خبرې وکړې او ویې ویل چې پاکستان او روسیه د افغانستان د وضعیت په اړه یو ډول نظر لري.

دغه‌راز، د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير تېره اونۍ ايران ته د خپل سفر پر مهال له ايراني چاروکو سره د ليدنې پر مهال، له هغوی څخه د «تخصص او فوق تخصص» په برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړه او ويې ویل، دواړو هېوادونو د یوې هوکړې له مخې د افغانستان په روغتیايي برخو کې د ګډو همکاریو ژمنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بیا تېره اونۍ د امریکا له متحده ایالتونو وغوښتل چې د دوحې تړون او نړۍوالو قوانینو په پامنیوي سره، د افغانستان هوايي حریم ته درناوی وکړي.

تېره اونۍ، په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال مارکس پوټزل له طلوع نیوز سره د خبرو پر مهال، په افغانستان کې د سرپرست حکومت پر ټول ګډونوالي ټينګار وکړ او ويې ویل: «موږ وینو چې هیڅ پروګرام نشته او همدارنګه اساسي قانون هم نشته او نور قوانین هم شتون نه لري، اساسي قانون د اقتصادي بیارغونې لپاره ډېر مهم شرایط لري.»

خو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت یوه پخواني استازي د اسلامي امارت له ویاند سره په لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د هغه څه پر خلاف بللی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي.

تېره اونۍ له افغانستان سره مرستې

د نړۍوالو بشري مرستو په دوام، ۴۰ میلیون امریکايي ډالر کابل ته راورسېدل. په تېرو شاوخوا ۱۲ میاشتو کې افغانستان ته د رارسېدلو ورته مرستو کچه سلګونو میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

ترکيې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره د ظرفیت جوړونې، لابراتوارونو په برخو کې او ماليزيا هم له دغې ادارې سره د تخنیکي مرستو ژمنه کړې. ايران هم ویلي چې په ننګرهار کې د «شکرې» ناروغۍ د درملنې معياري روغتون جوړوي.

دغه‌راز، د اسیا شورا (Asia Council) له نړۍوالې ټولنې غوښتي  چې په افغانستان کې له احتمالي بشري ناورین مخکې دې خپلې بشري مرستې ډېرې کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام  (WFP) په افغانستان کې اقتصادي بحران د خلکو معیشت او کار د له منځه تللو لامل بللی او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا (OCHA) ویلي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

Visits: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.