Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان مینه‌والو د پاکستان پر وړاندې د سریلانکا بریا او اتلولي ونمانځله

اټلانټا (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ افغان مینه‌والو د اسیا جام په پای‌لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د سریلانکا بریا او اتلولۍ ګټل په ډولونو او اتڼونو ونمانځله.

دا لوبه چې پرون د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړۍوال سټیډیوم کې ترسره شوه، سریلانکا لومړۍ لوبه وکړه او پاکستان ته یې د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ، خو د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۴۸ منډو وسوځېده.

د کرکټ افغان مینه‌والو نه یوازې د دوبۍ په میدان کې د سریلانکا لوبډلې پلوي کوله، بلکې په ټولنیزو شبکو کې یې د پلوۍ ښودو ترڅنګ د دې لوبډلې پر بریا د خوښۍ پوسټونه هم وکړل.

د پاکستان پر وړاندې د سریلانکا له بریا وروسته د کابل ښار په بېلابېلو سیمو، خوست ښار او ځینو نورو سیمو کې سلګونه افغانان سړکونو ته راووتل او د سریلانکا بریا یې په اتڼونو او خوښیو ونمانځلې.

دغه راز ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیزو شبکو کې د پوسټونو په کولو سره د خپلې خوښۍ څرګندونې وکړې او پاکستانیانو ته یې پیغورونه ورکول.

د یادونې ده، د اسیا جام د دویم پړاو سیالیو پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوبې پر مهال د افغان لوبغاړي فریداحمد ملک او پاکستاني لوبغاړي اصف علي ترمنځ شخړه وشوه چې له امله یې د دواړو لورو د مینه والو، سیاستوالو او څیړونکو ترمنځ یو ډول ناندرۍ راپورته شوې.

دا شخړه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې اصف علي پر فرید ملک شپږیزه ووهله، خو په بل توپ فرید وکولی شو اصف علي وسوځوي او د خوښۍ څرګندونه وکړي.

د فرید د خوښۍ څرګندولو پر مهال اصف علي هڅه وکړه چې پر فرید د بیټ په وسیله ګوزار وکړي، خو د نورو لوبغاړو او لوبڅار له خوا یې مخه ونیول شوه.

د کرکټ نړۍوالې شورا له یادې پېښې وروسته دواړه لوبغاړي د لوبې له فیس څخه ۲۵ سلنه جریمه کړل.

د سریلانکا له اتلولۍ سره د افغانستان کرکټ بورډ په یوه ټویټ کې د سریلانکا کرکټ ادارې او خلکو ته د دې لاسته راوړنې مبارکي ورکړه.

دغه راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمدنبي هم د سریلانکا لوبغاړو او مینه‌والو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د سریلانکا ځوانې لوبډلې په دې ټولو سیالیو کې ښه وځلیدل.

افغان ژورنالېست جعفر هاند په ټویټر کې لیکلي، که څه هم افغانستان له سریلانکا سره ګډه پوله نه لري خو افغانان د پاکستان پر ځای د سریلانکا د لوبډلې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې: «د سريلانکا د مور شېدې شه، د اسیا کپ کرکټ سالیو پای‌لوبې کې یې پاکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. مینه‌والو ته یې مبارک. هغه پاکستانی لوبغاړی چې زموږ له فرید ملک سره یې شخړه کړې وه، په صفر اوټ شو.»

د سعیدالله صافي په نوم افغان هغه ویډیو په ټویټر کې خپره کړې چې افغانان د سریلانکا له بریا وروسته خوښي څرګندوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.