ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بایډن: که څه هم له افغانستانه مو ځواکونه را و ایستل، خو د سپټمبر ۱۱مې پېښې عاملینو تعقیب ته دوام ورکوو

بایډن: که څه هم له افغانستانه مو ځواکونه را و ایستل، خو د سپټمبر ۱۱مې پېښې عاملینو تعقیب ته دوام ورکوو

author avatar
12 Sep 2022 - 00:42
بایډن: که څه هم له افغانستانه مو ځواکونه را و ایستل، خو د سپټمبر ۱۱مې پېښې عاملینو تعقیب ته دوام ورکوو
author avatar
12 Sep 2022 - 00:42

اټلانټا (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، که څه هم له افغانستانه یې ځواکونه وتلي خو بیا هم د سپټمبر یوولسمې بریدونو د عاملینو تعقیب ته دوام ورکوي.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جو بایډن د سپټمبر یوولسمې ترهګریزو بریدونو د ۲۱مې کلیزې په مناسبت د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت په مرکزي دفتر کې په جوړ شوو مراسمو کې برخه واخیسته او د ټولو قربانیانو یاد ته یې درناوی وکړ.

دا مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې تېر کال ولسمشر بایډن د امریکا تر ټولو اوږده جګړه – چې په افغانستان کې د سپټمبر یوولسمې بریدونو په غبرګون کې پیل شوې وه – پای ته ورسوله او له افغانستانه یې ټول خپل ځواکونه و ایستل.

د امریکا غږ د راپور له مخې، جو بایډن یادو مراسمو ته وویل چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره به د هغه حکومت د سپټمبر یوولسمې بریدونو د عاملینو تعقیبولو ته دوام ورکړي.

هغه په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې د ایمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې سره وویل: “پر امریکا د برید مخنیوي لپاره زموږ هوډ لا هم پر ځای دی او موږ به هېڅکله د امریکا له خلکو د دفاع په برخه کې دریغ ونه کړو.”

ولسمشر بایډن د هغو ۲۹۷۷ کسانو له کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نیویارک، د ورجینیا په ارلینګټن او د پنسلوانیا شینکسویل ښارونو کې ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول.

نوموړي وویل چې د سپټمبر یوولسمې ترهګریز‎و بریدونو د امریکا کیسه بدله کړه خو ویې ویل چې دا پېښه به هېڅکله د امریکا شخصیت بدل نه کړي او د ده په وینا، د امریکایانو مینه، سخاوت او مقاومت به هېڅکله بدل نه شي.

ولسمشر بایډن د مسلمانانو او اسیايي امریکایانو پر وړاندې له تبعیض سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ؛ هغه وويل: “امريکا د برابرۍ په نظريه جوړه شوې او همدې نظريې امريکا پياوړې کړې ده.”

بایډن له وینا څو شېبې وروسته د سپټمبر یوولسمې بریدونو قربانیانو په یاد د ګلانو ګېډۍ کېښوده. د سپټمبر یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنیو یو شمېر غړي، مرستندوی کارکوونکو او د دفاع وزیر لوید اسټن او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي په ګډون د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي په دې مراسمو کې حضور درلود.

پوره ۲۱ کاله مخکې په همدې ورځ د القاعده ډلې اړوند کسانو په نیویارک کې له نړۍوال تجارتي مرکز او د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) سره الوتکې وجنګولې او یوه بله الوتکه چې د واشنګټن په لور روانه وه، د تښتونکو له لوري د پنسلوانیا په ایالت کې په زراعتي سیمه کې وغورځول شوه.

د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو په یاد هر کال په دغو درېیو ځایونو (نیویارک، پنټاګون او شینکسوېل) کې مراسم ترسره کېږي، سږ کال د نیویارک په مراسمو کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس هم ګډون وکړ. په شینکسویل کې په نورو مراسمو کې د متحده ایالتونو لومړۍ مېرمن جیل بایډن برخه اخیستې وه.

Visits: 172

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.