جلالاباد (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني د دولتي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړتوب پر دوستۍ بدله شوه او دواړو غاړو يو بل ته بښنه وکړه.
په دوی کې يوه يې هم د ننګرهار ولايت د اقتصاد د رييس مولوي امينالله کورنۍ ده چې پرون يې د يوې غونډې پرمهال له دښمنۍ لاس واخیست او بېرته يې د پخوا په څېر عادي ژوند غوره کړ.
د ننګرهار ولايت د استيناف محکمې رييس شيخ محمدګلاب فاروقي وويل، دغه دښمني چې په کې د دواړو کورنيو (د اقتصاد د رييس مولوي امينالله او بهرام ګل) له خوا يو يو کس وژل شوی و، د خوګياڼو، شينوارو، مومندو قومي مشرانو، ديني عالمانو او حکومتي چارواکو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
هغه له دواړو کورنيو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې د ورورګلوۍ ژوند وکړي او بيا دې زمينه نه برابروي چې دښمني پيل او منځګړتوب ته اړ شي.
د ننګرهار د اقتصاد رييس مولوي امينالله له قومي مشرانو مننه وکړه چې د دوی او د بهرام ګل د کورنيو ترمنځ يې روغه جوړه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې راتلونکي کې به لکه د پخوا په څېر په دوستۍ کې ژوند کوي.
په دې وروستيو کې ننګرهار کې د قومي مشرانو په منځګړتوب د دښمنۍ دا ډول پېښې په دوستۍ بدلې شوې او خلکو يو بل ته بښنه کړې ده.
Views: 1165
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن