میدانښار (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د میدان وردګو د پوهنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر ټولو ښوونځيو له ۷۰۰زره ډېر کتابونه او قرطاسيې ووېشل شول.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي ګلولي متقي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ولایت ټولو ښوونځيو ته ۷۴۶زره ۴۹۹ جلده درسي کتابونه او یو میلیون ۱۲۰زره ۱۲۹ افغانیو په ارزښت قرطاسيه وېشل کېږي.»
ده وویل چې دغه درسي مواد د ماشومانو خوندیتوب ادارې (Save the Children) په مالي ملاتړ برابر شوي دي.
ده زیاته کړه چې د یادو موادو د وېش اداري مراحل پخوا بشپړ شوي او اوس ښوونځيو ته سپارل کېږي.
د نوموړي په خبره چې په دغه کار سره به د یاد ولایت د ټولو ښوونځيو د کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.
د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ د پوهنې د نظارت یوه غړي نورآغا کلیوال وویل: «پخوا مو په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه وه، اوس د یادو کتابونو په وېشلو سره دغه ستونزه حل شوه او ټولو زدهکوونکو ته کتابونه رسېږي.»
د دغه ولایت د مرکز اړوند اول بابا عالي لېسې ښوونکي محمدرحیم وویل چې په ښوونځیو کې د درسي کتابونه د کمښت اساسي ستونزې په حل کېدو سره به د زدهکړو بهیر لا پیاوړی شي.
د هغه په وینا، پخوا به څو زدهکونکو په یو کتاب کې درس لوست خو اوس به ټولو ته کتابونه ورسېږي.
د میدان وردګو د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ټولټال ۴۲۷ ښوونځي شته چې د د نارینه او ښځینوو په ګډون پکې ۱۶۶زره ۵۵۵ زدهکونکي پر زدهکړو بوخت دي.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن