ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د اوبو رسونې څلورو پروژو چارې پیل شوې

17 Sep 2022 - 15:34
17 Sep 2022 - 15:34

ایبک (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): په سمنګان ولایت کې د څلورو ټولګټو پروژو چارې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته پیل شوې.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا رییس مولوي اخترمحمد مصباح پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو پروژو کې د سمنګان په مرکز ایبک کې د ۳ څاه‌ګانو کيندل او د شاهي‌خېل، بابا ګلاجان، ګل قشلاق پایین او شورابک رباطک کلیو کې د څښاک اوبو شبکو ترمیمول شامل دي.

هغه زیاته کړه: «لومړۍ پروژه د ۱۵۰ مترو په ژوروالي سره د یوې څاه کیندل دي چې د                      ۲۵۱۴ مترو په اوږدوالي د یوې شبکې په جوړولو سره چې د ۲۳ مترمکعب اوبو زیرمه کولو وړتیا لري او په سولري سیستم د ۳۳ نلکو په نصبولولو سره ده؛ دویمه پروژه، د ۱۲۰ مترو په ژوروالي سره د یوې څاه کیندل، د ۲۳۴۰ مترو په اوږدوالي د اوبو یوې شبکې چې د ۲۶ مترمکعب اوبو زیرمه کولو وړتیا لري، په سولري سیستم د ۳۹ نلکو جوړول دي؛ درېیمه پروژه د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۱۴۲ په اوږدوالي سره د اوبو شبکه ده چې ۶۶ نلکې نصبېږي او سولري سیسټم لري او څلورمه پروژه، د اوبو د یوې شبکې ترمیم چې ۶۰۰۹ متره اوږدوالی لري او د ۳۰ مترمکعب اوبو زیرمه کولو وړتیا لري. »

د هغه په خبره، دغه څلور ټولګټې پروژې په ټولیز ډول د ۱۶میلیون او ۴۶زره افغانیو په لګښت له کلیو پراختیا ریاست سره په همغږۍ، د یونیسف په مالي مرسته، د اکټید موسسې له خوا په درېیو میاشتو کې پلي کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version