ایبک (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): په سمنګان ولایت کې د څلورو ټولګټو پروژو چارې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته پیل شوې.
د یاد ولایت د کلیو پراختیا رییس مولوي اخترمحمد مصباح پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو پروژو کې د سمنګان په مرکز ایبک کې د ۳ څاهګانو کيندل او د شاهيخېل، بابا ګلاجان، ګل قشلاق پایین او شورابک رباطک کلیو کې د څښاک اوبو شبکو ترمیمول شامل دي.
هغه زیاته کړه: «لومړۍ پروژه د ۱۵۰ مترو په ژوروالي سره د یوې څاه کیندل دي چې د ۲۵۱۴ مترو په اوږدوالي د یوې شبکې په جوړولو سره چې د ۲۳ مترمکعب اوبو زیرمه کولو وړتیا لري او په سولري سیستم د ۳۳ نلکو په نصبولولو سره ده؛ دویمه پروژه، د ۱۲۰ مترو په ژوروالي سره د یوې څاه کیندل، د ۲۳۴۰ مترو په اوږدوالي د اوبو یوې شبکې چې د ۲۶ مترمکعب اوبو زیرمه کولو وړتیا لري، په سولري سیستم د ۳۹ نلکو جوړول دي؛ درېیمه پروژه د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۱۴۲ په اوږدوالي سره د اوبو شبکه ده چې ۶۶ نلکې نصبېږي او سولري سیسټم لري او څلورمه پروژه، د اوبو د یوې شبکې ترمیم چې ۶۰۰۹ متره اوږدوالی لري او د ۳۰ مترمکعب اوبو زیرمه کولو وړتیا لري. »
د هغه په خبره، دغه څلور ټولګټې پروژې په ټولیز ډول د ۱۶میلیون او ۴۶زره افغانیو په لګښت له کلیو پراختیا ریاست سره په همغږۍ، د یونیسف په مالي مرسته، د اکټید موسسې له خوا په درېیو میاشتو کې پلي کېږي.
هغه وایي، په دغو پروژو کې د یادې سیمې ۶۷ کسانو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه برابریږي او ۴۵۷ کورنۍ به د څښلو له پاکو اوبو برخمنې شي.
د ایبک د ګل قشلاق پایین کلي یوه اوسېدونکی محمدظریف د یادو پروژو له جوړولو خوښي وښوده او پژواک ته وویل: «دغه پروژه زموږ کلي ته یوه حیاتي پروژه ده؛ ځکه چې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو؛ فقط په میاشت کې یو ځل د اوبو نوبت لرو، په ډېرو ستونزو سره د ۱۰ کیلومترو په واټن له ذخیرو او حوضونو اوبه راوړو او له هغو نه د ځان او څارویو لپاره ګټه اخلو.»
د یادونې ده، تېره اوونۍ هم د یونیسف له خوا د ۹ میلیون افغانیو په لګښت په ایبک کې څلور ټولګټې پروژې پرانیستل شوې وې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










