کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د کابل پنځم زون په کچه د سوکوهنې سیالۍ د ۱۵ کلبونو ترمنځ د ځوانانو د پرمختګ په موخه پيل شوې.
دا څرګندونې د سوکوهنې فدراسیون یوه مسوول د یاد زون د سوکوهنې د سیالیو د پیل په مراسمو کې وکړې.
دغه سیالۍ نن د وږي په ۲۸ مه، په کابل کې د ورزش او بدني روزنې د ریاست په انګړ کې د سوکوهنې فدراسیون په لوبغالي کې «د هوتک جام پنځم پړاو سیالیو» تر عنوان لاندې وشوې.
د سوکوهنې ملي ټیم ټرېنر او د کابل پنځم زون د سوکوهنې مسوول خانزاده هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو سیالیو موخه د ورزش په برخه کې د ځوانانو زدهکړه او پرمختګ دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP