منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل پنځم زون په کچه د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د  کابل پنځم زون په کچه د سوک‌وهنې سیالۍ د ۱۵ کلبونو ترمنځ د ځوانانو د پرمختګ په موخه پيل شوې.

دا څرګندونې د سوک‌وهنې فدراسیون یوه مسوول د یاد زون د سوک‌وهنې د سیالیو د پیل په مراسمو کې وکړې.

دغه سیالۍ نن د وږي په ۲۸ مه، په کابل کې د ورزش او بدني روزنې د ریاست په انګړ کې د سوک‌وهنې فدراسیون په لوبغالي کې «د هوتک جام پنځم پړاو سیالیو» تر عنوان لاندې وشوې.

د سوک‌وهنې ملي ټیم ټرېنر او د کابل پنځم زون د سوک‌وهنې مسوول خان‌زاده هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو سیالیو موخه د ورزش په برخه کې د ځوانانو زده‌کړه او پرمختګ دی.

دی وایي، دغه سیالۍ د کابل پنځم زون (ارزان قیمت، پل چرخي، هوت‌خېل، تره‌خېل، حسین‌خېل، الوخېل) په کچه د ۱۵ کلبونو ترمنځ کېږي او شاوخوا ۱۵۰ لوبغاړو په کې ګډون کړی چې یوازې نن ورځ به دوام وکړي.

ده یادونه وکړه چې د دغو سیالیو په پای کې به د لومړي مقام ګټوونکي ته د سرو زرو مډال او د دویم مقام ګټوونکي ته به ستاینلیک ورکړل شي.

بصیر چې د کابل ښار د هوتخېلو سیمې اوسېدونکی او د سوک‌وهنې لوبغاړی دی وایي، په دغو یو ورځنۍ سیالیو کې د کابل پنځم زون ځوانانو ګډون کړی دی.

دی وایي چې د دغو سیالیو موخه ولایتي لوبو ته له یاد زون څخه د ښو څېرو ور پېژندل دي.

نوموړي د ورزش او بدني روزنې له ریاست څخه غوښتنه وکړه څو دغسې سیالۍ زیاتې کړي او دغه‌راز دې حکومت لوبغاړو ته د اړتیا وړ ورزشي وسایل چمتو کړي.

د سوک‌وهنې د فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه په افغانستان کې ۸۰ کلن تاریخي مخینه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې