هرات (پژواک، ۲٨ وږی ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې د «پاورلېفټېنګ» برخې یو شمېر استادانو او روزونکو د بندیزونو پر لګولو اعتراض کړی او وایي، د ورزشکارانو د تبلیغاتي عکسونو او له کلبونو د لوحو په لرې کولو سره، دې برخې ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.
دغه ورزشکاران له حکومتي چارواکو غواړي چې ستونزو ته یې پاملرنه وکړي او اجازه ورکړي څو فعالیت یې د مخکې په څېر دوام ولري.
په همدې حال کې، د دغه ولايت د ورزش مسوولين د انځورونو د لرې کولو په اړه له څه ویلو پرته وايي، هڅه کوي چې د مرکزي چارواکو له لارې د ورزشکارانو ستونزې هوارې کړي.
د پاورلیفټېنګ فډراسيون مرستيال عبدالخالق نجفي له پژواک سره خبرو کې وويل: «نن موږ ته اجازه نه ورکول کېږي چې په کلپونو کې خپل عکسونه نصب کړو.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP