منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بندیزونو په لګېدلو هرات کې له «پاورلیفټېنګ» ورزش سره لېوالتیا کمه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۹۱ کتنې

هرات (پژواک، ۲٨ وږی ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې د «پاورلېفټېنګ» برخې ‎ یو شمېر استادانو او روزونکو د بندیزونو پر لګولو اعتراض کړی او وایي، د ورزشکارانو د تبلیغاتي عکسونو او له کلبونو د لوحو په لرې کولو سره، دې برخې ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.

دغه ورزشکاران له حکومتي چارواکو غواړي چې ستونزو ته یې پاملرنه وکړي او اجازه ورکړي څو فعالیت یې د مخکې په څېر دوام ولري.

په همدې حال کې، د دغه ولايت د ورزش مسوولين د انځورونو د لرې کولو په اړه له څه ویلو پرته وايي، هڅه کوي چې د مرکزي چارواکو له لارې د ورزشکارانو ستونزې هوارې کړي.

د پاورلیفټېنګ فډراسيون مرستيال عبدالخالق نجفي له پژواک سره خبرو کې وويل: «نن موږ ته اجازه نه ورکول کېږي چې په ‎کلپونو کې خپل عکسونه نصب کړو.»

هغه زياته کړه، د دغه بنديز لګولو له امله د یادې برخې په مینه‌والو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی او له کلب څخه د تبلیغاتي انځورونو، لوحو او موزیک لرې کولو له زده‌کوونکو د ورزش انګېزه اخیستې ده.‎

هغه زیاته کړه: «موږ افغانان یو او دا حق لرو چې خپل عکسونه په خپلو سپورټي کلپونو کې ولګوو»

نجفي په دې باور دی چې د دغو بندیزونو په دوام سره به یې شل کلنې هڅې په اوبو لاهو شي او د هرات د بدني روزنې او ورزش له مسوولینو یې وغوښتل چې ستونزې یې هوارې کړي او پرې نه ږدي څو دغه ورزش له خلکو هېر شي.

په ورته وخت کې، د هرات ولایت د پاورلیفټېنګ فدراسیون رییس ‎علي‌رضا رفیع‌زاده هم دغه موضوع تاییدوي او وايي، هیله لري چې دغه محدودیتونه ژر لرې شي، څو د دې برخې ورزشکاران وهڅول شي او په راتلونکي کې د افغانستان لپاره ویاړونه  راوړي.

د هرات ولايت د بدني ښکلا ورزشي کلب يوه زده‌کوونکي زلمي فقيري هم له پژواک سره خبرو کې دغه خبره تاييد کړه او ويې ويل: «له هغې ورځې راهيسې چې پر ورزشي کلپونو بنديز لګول شوى، د ډېرو ځوانانو زړه هم له ورزش څخه سوړ شوی دی.»

د هغه په ​​وينا، دا مهال د انځورونو نشتوالی او د يونيفورم په اړه محدوديت د دې لامل شوى چې د شاګردانو شمېر ورځ تر بلې کم شي.

نوموړي څرګنده کړه: «مخکې کلونه او پر کلپونو د بندیزونو له لګولو وړاندې به معمولاً په کلپونو کې به د شاګردانو لپاره د تمرین کولو نوبت نه رسېده، خو اوس ځیني مهال په کلپونو کې دومره ارامي وي چې په یوازې توګه ورزش کوو.»

بلخوا د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس مولوي ګلاب‌الدين خپلواک هم د انځورونو لرې کولو  په اړه له څه ویلو پرته وايي، هڅه کوي د مرکزي چارواکو له لارې د ورزشکارانو ستونزې هوارې کړي.

نوموړي دغه‌راز د بدني روزنې او ورزش په اداره کې د شته ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل، دا مهال د دوى لويه ستونزه د بودجې نشتوالی دی او هيله لري چې مرکزي چارواکي ورته پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، بله ننګونه بهرنۍ ستونزې دي چې ځیني ورزشکاران د افغانستان د اسلامي امارت د په رسمیت نه پېژندلو له امله په بهرنیو هېوادونو کې په سیالیو کې ګډون نه شي کولای.

هغه زياته کړه، له ستونزو  سره سره يې اداره هڅه کوي چې په دغه ولايت کې نوي د ورزش نورې ځانګې هم رامنځته کړي، څو ورزشکاران وکولای شي په ډېرو سياليو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د هرات ولايت د بدني روزنې رياست د دغه ولايت په کلبونو کې د پاورلیفټېنګ ورزشکارانو د تبلیغاتي انځورونو پر لګولو بنديز ولګاوه او هغه يې ناروا بللي و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه