کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) له خوا د سواد زدهکړې نړۍواله ورځ ونمانځل شوه چې د پوهنې ریاست د مسوولینو په ګډون یو شمېر دیني عالمانو او نورو کسانو ګډون په کې کړی وو.
له دغې نمانځغونډې سره هممهاله «سواد د روښانه راتلونکي لپاره» تر شعار لاندې کمپاین هم پيل شو.
په دغه غونډه کې د یونیسکو د سواد زدهکړو امر شمسالله عمري وویل، دغه اداره غواړي د سوېللوېدیځ زون په پنځو ولایتونو (کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او نیمروز) کې د سواد زدهکړې ټولګي جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، دغه پروګرم نهه میاشتنی دی چې په ترڅ کې به یې د یادو ولایتونو په ۲۸ ولسوالیو کې د سواد زدهکړې۴۷۰ ټولګي جوړ شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP