Pajhwok Afghan News

پکتيکا کې د ۵۰ ميليونه افغانیو په لګښت يوه مدرسه جوړېږي

ښرنه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د خلکو په ۵۰ ميليونه افغانيو شخصي لګښت يوه ديني مدرسه جوړېږي چې شاوخوا ۵۰۰ نجونو او هلکانو ته به په کې د ديني او عصري زده‌کړو زمينه برابره شي.

د «شمس المدارس» په نوم د دغې جوړېدونکې مدرسې مشر مفتي غلام محی‌الدين خدام پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مدرسه – چې د زده‌کوونکو لپاره تدریسي ودانۍ، لیلیه، اداري خونې او د ښوونکو لپاره کورونه په کې شامل دي – پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې ځمکه او لګښت دواړه د خلکو له خوا ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، په دغه مدرسه کې به هلکانو او نجونو ته د دیني او عصري زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي خوشحاله دي چې د لوڼو او زامنو د ښوونې او روزنې لپاره یې د زده‌کړې مرکز جوړېږي.

د حاجي محمد‌الله په نوم یوه قومي مشر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغسې کارونه د ستایلو دي، موږ همدا غواړو چې لورانې او زامن مو باسواده شي.»

دی د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت له چارواکو غوښتنه کوي چې په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.

د پکتيکا په مرکز کې د نجونو او هلکانو د ديني او عصري زده‌کړو لپاره مدرسه داسې مهال جوړېږي چې له تېر يوه کال راهيسې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي چې چارواکو یې لامل کلتوري ستونزې یادې کړې دي.

Views: 37

Exit mobile version