ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام د چمتووالي لپاره اماراتو ته لاړه

د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام د چمتووالي لپاره اماراتو ته لاړه

author avatar
22 Sep 2022 - 18:13
د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام د چمتووالي لپاره اماراتو ته لاړه
author avatar
22 Sep 2022 - 18:13

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړيوال شل اوريز جام لپاره د چمتووالي په موخه نن د متحده عربي اماراتو په لوري وخوځېده او له څو ورځني تمريناتي کمپ وروسته به دغه لوبغاړي اسټراليا ته ولاړ شي.

د کرکټ شل اوريز نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه (د تلې ۲۴مه)، د اسټرالیا په کوربه‌توب پیلېږي او د نومبر میاشتې تر ۱۳مې (د لړم ۲۲مې) نېټې دوام کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په ۲۴مه د دغه  ۲۰ اوریز نړۍوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه او څلور احتیاطي لوبغاړي هم په پام کې نيول شوي دي.

په دې لوبډله کې محمد ‌نبي لوبډلمشر، نجیب‌الله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمان‌الله ګربز ویکټ ساتونکی، حضرت‌الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب‌الرحمن، فضل‌الحق فاروقي، فریداحمد ملک، نوین‌الحق او سلیم ساپی شامل دي.

همداراز شرف‌الدین اشرف، رحمت‌شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

د راتلونکي شل اوریز نړۍوال جام په الف ګروپ کې افغانستان، نیوزیلنډ، انګلستان او اسټرالیا لوبډلې شته دي او دوې نورې لوبډلې به ورته له لومړي پړاوه لار مومي.

Visits: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.