ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران کې ۳۱ لاریون‌کوونکي وژل شوي، انټرنټ او ټولنیزې شبکې تړل شوې دي

ایران کې ۳۱ لاریون‌کوونکي وژل شوي، انټرنټ او ټولنیزې شبکې تړل شوې دي

author avatar
23 Sep 2022 - 01:12
ایران کې ۳۱ لاریون‌کوونکي وژل شوي، انټرنټ او ټولنیزې شبکې تړل شوې دي
author avatar
23 Sep 2022 - 01:12

اټلانتا (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د ایران امنیتي ځواکونو له خوا د یوې نجلې تر وهلو او مړینې وروسته، د پیل شویو لاریونونو پرمهال تر اوسه ۳۱ کسان وژل شوي او په دغه هېواد کې انټرنیټ محدود او ټولنیزې شبکې بندې شوې دي.

څو ورځې مخکې د ایران «اخلاقي امنیت پولیسو» د مهسا امیني په نوم یوه ایرانۍ ښځه د حجاب نه لرلو له امله توقیف کړه چې په توقیف کې مړه شوه. د هغې له مړینې وروسته په ایران کې نږدې یوه اوونۍ کېږي چې خلک په بېلابېلو ښارونو کې د اعتراض څرګندولو په خاطر لاریونونه کوي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، سره له دې چې د ایران رسمي شمېرې ښیي چې په دغو لاریونونو کې تر اوسه یوازې ۱۷ کسان وژل شوي، خو د بشري حقونو د دفاع یوه ډله – چې مرکز یې د سویډن په اوسلو ښار کې دی – وایي، د دغو لاریونونو له پیل راهیسې په تېرو ۶ ورځو کې، د ایران امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۱ ملکیان وژلي دي.

ایراني چارواکو همدرانګه د پنجشنبې پر ورځ (د وږي ۳۱مه) په ځینو ځایونو کې انټرنیټ ته لاسرسی محدود کړی. د فارس نیمه دولتي خبري اژانس ویلي چې د انسټاګرام او وټس‌اپ خدمات بند شوي دي.

ایران تر دې وړاندې د فیس‌بوک، ټویټر او نورې ټولنیزې شبکې هم تړلې وې او د دې پاڼو تر تړل کېدو وروسته ګڼ شمېر خلکو هلته له وټس‌اپ او انسټاګرام څخه ډېر کار اخیسته.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کېږي چې ښځې له سرونو څخه ټیکري لرې کوي، ورته اور اچوي او یا خپلې کاوڅۍ پرې کوي.

یو شمېر ښځو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د جامو اغوستو د بڼې له امله ویره لري چې ښایي د اخلاقي امنیت پولیس به یې ونیسي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې هم په ایران کې د ښځو د حقونو پر موضوع خبرې وشوې.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل: «مونږ نن د ایران له زړورو مېرمنو او وګړو سره ولاړ یو چې د خپلو اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره مظاهرې کوي.»

څو ورځې مخکې د ایران «اخلاقي امنیت پولیسو» د مهسا امیني په نوم یوه ایرانۍ ښځه د حجاب نه لرلو له امله توقیف کړه چې په توقیف کې مړه شوه. د هغې له مړینې وروسته په ایران کې د اجباري حجاب پر ضد پراخ اعتراضونه او مظاهرې پیل شوې دي.

د مهسا امیني په نامه ۲۲ کلنه پېغله چې د کردستان ولایت اوسېدونکې وه، تېره اوونۍ په تهران کې د «اخلاقي امنیت پولیسو» له خوا تر نیول کېدو څو ساعته وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یووړل شوه او دوې ورځې وروسته هملته مړه شوه.

Views: 262

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.