ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلاول: د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي

بلاول: د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي

author avatar
23 Sep 2022 - 00:18
بلاول: د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي
author avatar
23 Sep 2022 - 00:18

اټلانټا (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

د ډیوه راډیو د خبر له مخې، زرداري دا څرګندونې د فرانسې ۲۴ چینل سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه په دې مرکه کې خواشیني څرګنده کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت له ژمنو سره سره نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې منځنیو ښوونځيو ته ولاړې شي.

بلاول زرداري ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت چې نړۍوالې ټولنې سره کومې ژمنې کړې وې، هغه یې سرته نه دي رسولې او له همدې امله یې نړۍ حکومت په رسمیت ونه پېژندلو.

په دغه مرکه کې هغه پر هند هم نیوکې کړې چې اوس یو سیکولر هېواد نه دی او د هندوانو پر یوه هېواد بدل شوی او پر وینا یې چې هلته پر مسلمانانو او عیسایانو ظلمونه کېږي.

تر اوسه د افغانستان او هند حکومتونو د بلاول زرداري د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

Visits: 914

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.