Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یوه پانګه‌وال د شپېتو ښځو په ګډون ۲۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

کندهار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): په کندهار کې یوه پانګه‌وال د شپېتو ښځو په ګډون ۲۵۰ کسانو ته د خیاطۍ، جامو مینځلو، ډوډۍ پخولو، پخلي او د برېښنايي ګروپونو د تولید په برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د عزیزي ګروپ په نوم دغه شرکت نن چهارشنبه د خپلو کارځایونو پرانیسته وکړه او مسوولینو یې وویل چې پلان لري پانګه‌ونه زیاته کړي او نور ډېر کسان هم پر دندو وګوماري.

د دغه ګروپ مرستیال روح‌الله مبارز وایي، د برېښنايي ګروپونو جوړولو پر فابریکې او نورو برخو کې تر ۴۰ میلیون افغانۍ زیاته پانګه‌ونه شوې او په راتلونکي کې پلان شته چې پانګه‌ونه نوره هم زیاته شي.

ده زیاته کړه: «موږ د خیاطۍ، ډوډۍ پخولو، برېښنايي ګروپونو جوړولو او نورو برخو کې فعالیت کوو او پلان لرو چې په کندهار کې د جوس او صابون د تولید فابریکې هم فعالې کړو چې لسګونه نورو کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.»

ده وویل، زیات شمېر هغه ښځې چې مخکې یې یا له خلکو خیرات غوښتې او یا بې‌روزګاره وې، اوس دلته ډوډۍ پخوي او د کورنیو لپاره نفقه برابروي.

د ډوډۍ پخولو په برخه کې پر کار بوختې ښځې هم وایي، تر خیرات غوښتلو دغه کار ورته ډېر غوره دی او خوشحاله دي چې د کار په بدل کې پیسې تر لاسه کوي او خپلې کورنۍ ساتي.

حنیفه چې مخکې یې د واکسین په برخه کې کار کاوه، اوس دلته ډوډۍ پخوي او د میاشتې له ۴ څخه تر پنځه زره افغانیو ګټه تر لاسه کوي.

دا وایي: «زه خوشحاله یم چې دلته کار کوم، اوس د پخوا په شان کارونه نشته، دا کار هم زما لپاره ښه دی، د کورنۍ یو اندازه اړتیاوې مو راپوره کوي.»

یوه بله ښځه امینه بیا وایي، که څه هم دلته لږې پيسې ګټي خو دغه کار تر خیرات غوښتلو غوره بولي او هیڅکله به چاته د خیرات لاس اوږد نه کړي.

دې وویل: «دا کار تر خیرات غوښتلو ډېر ښه دی، نه چا ته لاس نیسم، نه فقر کوم، دا نورو ښځو ته هم باید کارونه پيدا شي چې خپل کورونه خپله وساتي، چاته محتاجه نه شي.»

دغه ښځې په ورځ کې شاوخوا شپږ زره ډوډۍ پخوي چې دا ډوډۍ بیا د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې کورونو او دوکانونو ته وروړل کېږي.

د برېښنايي ګروپونو جوړولو فابریکې یوه کارکوونکي منیر احمد هم وايي، خوشحاله دی چې پر کار بوخت دی او د خپلې کورنۍ لپاره یوه اندازه پيسې ګټي.

هغه وویل، مخکې بې‌روزګاره و خو له کله راهیسې چې يې دلته کار پیل کړی، وخت یې ښه تېرېږي.

ده زیاته کړه: «پخوا بې‌کاره وم، اوس دلته خوشحاله یم چې کار کوم، څلورویشت کسان ښه سات مو سره تېر دی.»

د ګروپونو په دغه تولیدي فابریکه کې د ورځې شاوخوا ۷زره ګروپونه تولیديږي او د مسوولینو په وینا، د کندهار په ګډون هلمند، اروزګان، زابل، کابل او ګڼو نورو ولایتونو ته وړل کېږي.

د اسلامي امارت له راتګ وروسته په کندهار کې د خصوصي سکتور له خوا دا لومړی ځل دی چې د نارینه‌وو په ګډون په دومره زیات شمېر ښځې پر دندو ګومارل کېږي.

ښځې او نارینه غوښتنه کوي چې د خصوصي سکتور ترڅنګ دې دولتي مسوولین هم د بې‌روزګاره خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي تر څو خلک له فقر او غربته راووځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.