ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د پاکستان په کراچۍ ښار کې درېیو چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

وسله والو د پاکستان په کراچۍ ښار کې درېیو چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
30 Sep 2022 - 00:54
وسله والو د پاکستان په کراچۍ ښار کې درېیو چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
30 Sep 2022 - 00:54

اټلانټا (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۱) : د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه وسله وال برید په پایله کې درېیو چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د چارشنبې په ورځ د کراچۍ په مشهوره صدر سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې تر ماښام وروسته وسله والو کسانو په صدر کې د غاښونو د یوه ډاکټر په کلینک کې ډزې کړې چې له امله یې یو چینایي وګړی وژل وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې برید کې د کلینک مالي مسوول رونالډ ریمنډ وژل شوی ، د غاښونو چینایي ډاکټر او میرمنه یې ټپیان شوي دي.

د راپورونوله مخې دغه چینایي وګړي پاکستاني تابعیت هم لري او له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په کراچۍ کې اوسېږي.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې د کراچۍ پوهنتون څو تنه چینایي استادان هم په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.

Visits: 229

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.