ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروزۍ شاعره شاه‌ګل: ښځې باید د اسلامي حجاب په مراعتولو سره د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي

نیمروزۍ شاعره شاه‌ګل: ښځې باید د اسلامي حجاب په مراعتولو سره د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي

author avatar
2 Oct 2022 - 17:26
نیمروزۍ شاعره شاه‌ګل: ښځې باید د اسلامي حجاب په مراعتولو سره د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي
author avatar
2 Oct 2022 - 17:26

زرنج (پژواک،۱۰ تله ۱۴۰۱): نیمروزۍ شاعرې شاه‌ګل ګلزاده چې د مدني فعالیتونو له لارې یې سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په یوه پیغام کې د هېواد له ښځو غواړي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره دې، د نارینه‌وو ترڅنګ د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

ګلزاده ۵۳ کلنه ده، په نیمروز ولایت کې زېږدلې او لویه شوې؛ هغه چې اوس هم په زرنج ښار کې اوسېږي وایي، په یوه علمي کورنۍ کې زېږدلې او روزل شوې ده، نو له همدې امله له کوچنیوالي یې له علمي او فرهنګي فعالیتونو سره ځانګړې لېوالتیا لرله.

نوموړې قلم د مبارزې لپاره یوه وسیله ګڼي چې کلونه کېږي د هېواد درد او غمونه په قلم سره بیانوي.

د هغې په خبره، له کوچنیوالي یې له شعر سره ځانګړې لېوالتیا لرله، خو د شعر لومړنی بیت یې د ښوونځي په اتم ټولګي کې ویلی او په لومړني کتاب «ورکه ملغلره» کې چاپ شوی دی.

له هغې وروسته د شعر ویلو مینه په وجود کې یې غوړېدلې، تر دې چې له زرو ډېر شعرونه ووایي او چاپ یې کړي.

هغه اوس د دوو شعري ټولګو مولفه ده چې لومړنۍ یې «ورکه ملغلره» په ۱۳۸۷ کال او دویمه «د لالونو په لمن کې» په ۱۳۹۷ کال کې چاپ شوې ده.

هغې له پژواک سره په خبرو کې وویل، له کوچنیوالي یې له شعر او هنر سره ځانګړې لېوالتیا لرله او هڅه یې کوله چې د دغه هنر له لارې د افغانستان دردېدلې ټولنې ته خدمت وکړي؛ له همدې امله ډېرې ښځې او نجونې یې په بېلابېلو برخو کې هڅولې او په علمي او هنري فعالیتونو کې یې ګډې کړې دي.

دغې نیمروزۍ مېرمنې د «مېرمن فرهنګي ټولنه»، «د سیستان ځوانان» او «د نیمروز مخکښې ښځې» تر نومونو لاندې درېیو ادبي، علمي او فرهنګي ټولنو په جوړولو سره، ښځو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي دي.

هغه څرګندوي: «د مېرمن فرهنګي ټولنې انجمن مې په ۱۳۹۳ کال کې تاسیس کړ، په دغه ټولنه کې تر اوسه ۶۰۰ نیمروزۍ ښځې غړیتوب لري چې علمي، فرهنګي، هنري او قتصادي فعالیتونه لري.»

شاه‌ګل زیاتوي، له دې لارې یې سلګونو ښځو ته په دولتي ادارو، موسسو او خصوصي سکتور کې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

د هغې په خبره، د شعر شپې او مشاعرو په جوړولو سره یې سلګونه نجونې هڅولې چې په علمي برخو کې پرمختګ وکړي؛ چې د دې ټولنې یوه ښکاره لاسته‌راوړنه چاپ شوې «غوړېدلې غوټۍ» نشریې چاپول بولي چې پکې د لیکوالو ښځو او زده‌کوونکو مقالي او علمي مطالب خپرولې.

هغه وایي، د یاد انجمن له لارې توانېدلې چې د لاسي صنایعو ستر نندارتونونه جوړ کړي او د نیمروزي ښځو لاسي محصولات وپلوري او په دې ډول له هغو ښځو نه اقتصادي ملاتړ وکړي چې د خپلې کورنۍ نفقه راوړونکې دي.

شاه‌ګل چې په ۱۳۹۸ کال کې د نیمروزي ځوانانو په ملاتړ «د سیستان ځوانان» مدني بنسټ تاسیس کړ او څه موده وروسته یې مسوولیت ځوانانو ته وسپاره، وايي: «د دغې مدني ټولنې له لارې توانېدلې یم چې د خیریه بنسټونو په مرسته سلګونه یتیم او بېوزله ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړم او هغوی ته د زده‌کړې امکانات برابر کړم.»

د هغې په خبره، دغه انجمن ښځو او نرانو ته په دوو برخو کې علمي او فرهنګي فعالیتونه تر سره کول چې ډېر تمرکز د علمي او فرهنګي پروګرامونو پر عملي کېدو و، څو په ښوونځیو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړولو سره وتوانیږي چې ماشومان علم او پوهې ته وهڅوي.

هغې د یاد ولایت د لوستو ښځو په وړاندیز په ۱۳۹۹ کال کې «د نیمروز مخکښې ښځې» په نامه مدني ټولنه جوړه کړه چې اوس یې مسوولیت د دغه ولایت ښوونکو او ښځو ته سپارلی دی.

د هغې د معلوماتو له مخې، د یادې مدني ټولنې له لارې سلګونه ښځې چې ګدایي یې کوله، د مالي مرستو په موخه خیریه بنسټونو او موسسو ته ورپېژندل شوي، په بېلا بېلو ځایونو کې یې ډېرې علمي ناستې هم کړې چې له دې لارې ډېرو ښځو په ادبي او فرهنګي فعالیتونو کې شاملې شوې دي.

نوموړې چې په هغه وخت کې د نیمروز د سولې عالي شورا د مرستیالې په توګه کار کاوه وایي، له سولې او ارامۍ ره د لیوالتیا او مینې او په دې برخه کې فعالیتونو له امله دې دندې ته ګومارل شوې وه او جایزې يې هم ګټلې دي.

مېرمن ګل‌زاده د هېواد وضعیت ته په کتو وویل، اوسنی وضعیت د وړاندوینې وړ نه دی او لا هم په هېواد کې بهرنۍ لاسوهنې جریان لري او هڅې روانې دي څو د هېواد اوضاع خرابه کړي.

دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو نه پرانیستل اندېښمنونکی وباله، له حکومته غواړي چې څومره ژر کېږي د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.

ګلزاده په یوه پیغام کې ښځو ته وایي: «زما پیغام د هېواد زیارکښو او با وقاره ښځو ته دا دی چې همیشه د سختیو پر وړاندې قوي واوسي، د حجاب په مراعتولو سره چې پر موږ فرض دی او د اسلام مقدس دین حکم دی، د خپلو ورونو ترڅنګ کار وکړي، له هغو سره اوږه په اوږه ګام واخلو او هيڅکله ناهیلې نه شو.»

هغه په داسې حال کې چې له حکومته غواړي څو د ښځو د حقونو تامینولو کې پر خپلو ژمنو ولاړ اووسي، زیاته کړه: «موږ غواړو چې موږ ته دې زموږ شرعي حقوق راکړل شي، په اسلام کې ښځو لپاره ممانعت نشته؛ د مثال په ډول حضرت بي بي عایشه په سیاست او ټولنه کې وه، حضرت بي بي خدیجه په تجارت کې وه، موږ هم کولی شو چې د اسلام په چوکاټ کې کار وکړو.»

نوموړې د هېواد له ښځو او نجونو غواړي چې خپله دیني پوهه دې لوړه کړي.

Visits: 167

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.