ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال‌اباد کې د زورخانه‌يي ورزش سیالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

جلال‌اباد کې د زورخانه‌يي ورزش سیالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

author avatar
3 Oct 2022 - 16:31
جلال‌اباد کې د زورخانه‌يي ورزش سیالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
author avatar
3 Oct 2022 - 16:31

جلال‌اباد (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د بدني روزنې او المپيک رياست او د «زورخانه‌یي» ملي فدراسيون له لوري د ولايتونو په کچه د یاد ورزش د منتخبو لوبډلو ترمنځ سيالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پرون پای ته ورسېدې.

د ننګرهار د بدني روزنې او المپيک رییس عبدالسلام وزیروال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيالۍ چې د ياد ولایت د ورزشي امريت تر چتر لاندې په جلال‌اباد ښار کې د پنځلسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د زورخانه‌يي ملي فدراسیون مشر اقبال منوچهر هم وويل، د دغو سياليو هدف د زورخانه‌يي ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو پيدا کول او د ولايتي لوبډلو تشويق دی.

دی وايي، په يادو سياليو کې د ننګرهار، کابل، پنجشېر او هرات لوبډلو برخه اخیستې وه او پلان لري چې ّه راتلونکي کې د نورو ولايتونو لوبغاړو ترمنځ هم دا سيالۍ ترسره کړي.

په افغانستان کې د زورخانه‌يي ورزش فدراسیون په ۱۳۸۵ کال کې جوړ شوی چې د هېواد نامتو پهلوانان يې رهبري کوي.

دا ورزش د ايران ملي لوبه او په افغانستان کې د همدغه هېواد په مالي لګښت رامنځته شوې ده.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.