ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په کندهار کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي

سږ کال په کندهار کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي

author avatar
3 Oct 2022 - 12:03
سږ کال په کندهار کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي
author avatar
3 Oct 2022 - 12:03

کندهار (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): سږ کال په کندهار کې په داسې حال کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي چې د تېرو جګړو، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله د شاتو مچیو ۷۰ سلنه فارمونه له منځه تللي دي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمدالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان ۱۴۰۱ لمریز کال کې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو ۳۶ ټنه شات تولید کړي، په داسې حال کې چې په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې ۳۲ ټنه شات تولید کړي وو.

هغه زیاته کړه، یاده شوې اندازه شات د مچیو له ۲۰ فارمونو تر لاسه شوي، په داسې حال کې چې مخکې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو شمېر ۶۲ ته رسېده.

د ده په خبره، تېرې جګړې، وچکالۍ او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې په کندهار کې د شاتو مچیو ۴۲ فارمونه له منځه لاړ شي.

خو نوموړي وویل چې سږ کال یو ځل بیا د شاتو مچیو فارمونه د ډېرېدو په حال کې دي او د شاتو تولید هم تر تېر کال ډېر شوی دی.

دی وايي، په کندهار کې د شاتو مچیو لومړی فارم په ۱۳۸۶ لمریز کال کې جوړ شو او تر ۱۳۹۱ لمریز کال پورې بېلابېل فارمونه جوړ شول، خو دا چې په دې برخه کې تجربه کمه وه، یو په بل پسې ناکام شول.

د ده په خبره، له دغه کال وروسته یې یو ځل بیا له نوو تجربو سره په یاد ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو جوړولو ته ملا وتړله چې په دې لړ کې د خصوصي سکتور او ځینو پروژو له لارې لسګونه فارمونه جوړ شول او دا ځل یې هڅې بریالۍ شوې.

دی وايي، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له دغو فارمونو په بریالۍ توګه عسل‌کشي وشوه او دې چارې خلک وهڅول چې د فارمونو جوړول دوام پيدا کړي.

هغه زیاته کړه: «اوس‌مهال په کندهار کې د شاتو مچیو ۲۰ فارمونه شته چې زر صندوقه مچۍ لري، خو پخوا چې د فارمونو شمېر ۶۲ وو، شاوخوا ۳۵۰۰ صندوقه مچۍ یې لرلې، سږ کال موږ بیا خلک تشویق کړي دي او هڅه کوو چې فارمونه زیات شي.»

نوري یادونه وکړه چې اوسمهال د کندهار دوه ډوله شات مشهور دي چې یو یې د ولې یا لاچي او بل یې د ریحان شات دي چې د ریحان شات د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې کشف شوي دي.

د ده په خبره، د کندهار شات کابل، فراه، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم استول کېږي، خو بهر ته په لېږلو یې ډېر لګښت راځي نو ځکه لا تر اوسه بهر ته صادرات نه لري.

نوموړي دا هم وویل چې ډېر مهال د مرکزي ادارې او موسسو له خوا ښځو او یا داسې کسانو ته د شاتو مچۍ او د فارمونو اړوند وسایل ورکول کېږي چې هیڅ بلدتیا ورسره نه لري.

دی غوښتنه کوي چې باید اوسني فارمونه تقویه شي او د مسلکي کسانو په مرسته نور کسان وروزل شي څو د مچیو فارمونه لا ډېر شي.

په کندهار کې د شاتو مچیو فارمونو د اتحادیې مسوول عبدالباري – چې په خپله هم د شاتو مچیو دوه فارمونه لري – وايي، په تېرو جګړو کې یې ډېری مچۍ له منځه ولاړې، خو اوس یې بیا هڅه پيل کړې چې فارمونه زیات کړي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یې له خپلو فارمونو څخه ۵۰۰ کیلو ګرامه شات تر لاسه کړي او دا د «ریحان ګل» شات دي چې په ټول افغانستان کې بل ځای نشته او کیفیت یې هم تر نورو ډېر لوړ دی.

ده وویل: «سږ کال مو بیا هڅه پيل کړې چې فارمونه زیات کړو، اوس دا دی په ډنډ ولسوالۍ کې زما د خپل فارم عسل کشي کېږي، په کندهار کې اوس‌مهال د ریحان ګل موسم دی، د ریحان شات د کیفیت له اړخه ډېر ښه دي، یو کیلوګرام یې په زر افغانۍ پلورل کېږي.»

دی وایي، د دې لپاره چې په کندهار کې د مچیو فارمونه نور هم ډېر شي او په دې برخه کې ډېر کسان پر کار وګومارل شي، باید له فارم لرونکو سره د وسایلو، د مچیو صندوقونو، د فارمونو د روزنې او نورو برخو کې همکاري وشي.

د مچیو په فارمونو کې پر کار بوخت کسان هم وایي، له خپل کاره راضي دي او خوښ دي چې له دې لارې حلاله نفقه برابروي.

د مچیو د فارم یو کارکوونکی عبدالمالک وایي، سږ کال د تېر کال په پرتله د شاتو تولید زیات دی نو ګټه هم ډېره ورته پاتېږي.

ده زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې یې خاص ګټه نه کوله، اما سږ کال فارمونه ښه دي، په کندهار کې ریحان ډېر کرل شوي او مچۍ هم ښه تولید لري.»

د مچیو د فارم یو بل کارکوونکی فرید احمد هم وایي، دا چې په کار بوخت دی او له بې‌روزګارۍ راګرځېدلی ډېر خوښ دی؛ خو غوښتنه کوي چې باید د مچیو له فارم لرونکو سره همکاري زیاته او د کندهار شاتو ته هم ښه بازار پيدا شي.

ده وویل: «موږ اوس په ډنډ ولسوالۍ کې عسل‌کشي کوو، سږ کال عسل زیات دي او دا درېیم ځل دی چې موږ عسل‌کشي کوو.»

د مچیو په هر صندوق کې شاوخوا ۴۰زره مچۍ وي او له هر صندوقه ۱۰ کیلوګرام شات تر لاسه کېږي.

د مچیو فارمونو د اتحادیې مسوولین وایي، څلور کاله وړاندې يې د کندهار د ریحان سل کیلوګرامه شات فرانسې ته هم صادر کړي وو چې د افغانستان په کچه یې لومړی مقام خپل کړی و.

اوس‌مهال د کندهار د شاتو د یوه کیلوګرام بیه له درې سوه تر زر افغانۍ پورې ده چې له دغه ولایت څخه د هېواد نورو ولایتونو او ګاونډي هېواد پاکستان ته هم وړل کېږي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.