ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات کروندګر خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د سړوخونو او بازار له نشتوالي شکایت کوي

د هرات کروندګر خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د سړوخونو او بازار له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
6 Oct 2022 - 16:24
د هرات کروندګر خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د سړوخونو او بازار له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
6 Oct 2022 - 16:24

هرات ښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د هرات یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د معیاري سړوخونو پر نه‌شتون نیوکه کوي او وايي، هر کال یې ډېر کرنیز محصولات خرابېږي او یا یې په ډېره ټيټه بیه پلوري.

د هرات د انجیل ولسوالۍ یو کروندګر عبدالحکیم – چې د انګورو او سبزیو د پلورلو لپاره ښار ته راغلی – له پژواک سره په خبرو کې وویل، ځیني وخت د خپلو مېوو او سبزیو د خرابېدو مخنیوي لپاره اړ کېږي څو خپل دغه محصولات په ډېره ټيټه بیه وپلوري.

د هغه په وینا، که حکومت د مېوو ساتلو لپاره سړې‌خونې جوړې نه کړي، نو کروندګرو ته به سخت زیانونه واوړي.

په ورته وخت کې، د یاد ولایت یو بل کروندګر سعید وايي، د سړوخونو نشتوالي له امله یې حاصلات ضایع کېږي او یا یې په ډېره کمه بیه بازار ته وړاندې کوي.

نوموړی چې د پلور لپاره یې انګور بازار ته راوړي وايي، که د انګورو د ساتنې لپاره سړې‌خونې شته وي، نو انګور تر اوو میاشتو پورې پکې ساتل کېدلای شي.

هغه له حکومته وغوښتل چې له کرنیز سکټوره د ملاتړ ترڅنګ، د کروندګرو د ستونزو هواري لپاره له هر ډول ممکنه امکاناتو استفاده وکړي.

له بلې خوا، د هرات د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رییس پیرمحمد حلیمي پژواک ته وویل، د دغه ولایت ۸۰ سلنه ځمکه کرنیزه ده، خو په دې برخه کې ډېرې ستونزې شته دي.

د حلیمي په وینا، دې ادارې د کرنې له وزارت سره یوځای د کرنې د پراختیا او ودې په برخه کې هڅې پیل کړې چې ډېر ژر به په دغه برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

هغه کروندګرو ته هم ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزو ته به هم رسېدنه وشي.

په ورته مهال، د هېواد د کرنې سرپرست وزیر مولوي عطاء‌الله عمري چې څه موده مخکې هرات ته تللی و، له کروندګرو سره په لیدنه کې یې ډاډ ورکړ چې د توان تر کچې به د هغوی ستونزې حل کړي.

د کرنې وزیر وویل، د اوبو، سړوخونو او هوايي د هلېزونو د پرانیستو په برخه کې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره خبرې کوي.

د هغه په وینا، د کرنې وزارت به د سړو خونو د جوړولو په برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د سړوخونو د جوړولو کار پیل کړي.

له دې سره سره د کرنې برخې یو شمېر پوهان هم د معیاري او لویو سړوخونو جوړول د کرنیز سکټور مهمې اړتیاوې بولي.

په یاد ولایت کې د کرنې برخې پوه عصمت لودین وايي، هرات د هېواد مهمه کرنیزه او اقتصادي حوزه ده؛ خو تر اوسه په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره هېڅ کومه معیاري او لویه سړه‌خونه نشته.

هغه په دې باور دی چې د تېر حکومت چارواکو پر خپلو هغو ژمنو چې په دغه ولایت کې به د کرنیزو محصولاتو لپاره سړې‌خونې جوړوي، عمل ونه کړ او د سړوخونو نه شتون د وطني مېوو د خرابېدو او کروندګرو ته د زیان اوښتو لامل شوی دی.

هغه وايي، مسوولینو ته په کار ده چې د کروندګرو لپاره معیاري سړې‌خونې جوړې کړي.

د هرات په نږدې اته زره هکتاره ځمکه کې د انګورو باغونه جوړ شوي او د دغه ولایت انګور دننه او بهر ډېر پېرېدونکي لري، خو تر اوسه یې د صادرولو لپاره مناسبه زمینه نه ده برابره شوې.

Visits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.