ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ازبکستان امنیتي مسوولینو ترمنځ د سرحدي ستونزو په اړه خبرې وشوې

د افغانستان او ازبکستان امنیتي مسوولینو ترمنځ د سرحدي ستونزو په اړه خبرې وشوې

author avatar
6 Oct 2022 - 17:17
د افغانستان او ازبکستان امنیتي مسوولینو ترمنځ د سرحدي ستونزو په اړه خبرې وشوې
author avatar
6 Oct 2022 - 17:17

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت وايي، د بلخ په حیرتان بندر کې د شمال زون مسؤولینو او ازبکستاني پلاوي ترمنځ هوکړه وشوه چې په راتلونکي کې به د هر ډول سرحدي سرغړونو د احتمال مخنیوی کوي.

د ياد وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې پرون د بلخ ولايت په حيرتان بندر کې د هېواد شمال زون د سرحدي قوماندانانو او د ازبکستان د سرحدي چارواکو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې، د امنيتي او سرحدي ستونزو په اړه خبرې وشوې.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډې پولې د لا ښه امنیت د تأمین، ننګونو حل، لازمې همغږۍ، د سرحدي ځواکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، همداراز دواړو لورو موافقه وکړه چې خپلې ستونزې به د خبرو له لارې حل کوي او په راتلونکي کې به د هر ډول سرحدي سرغړونو د احتمال مخه نیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.