پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې نوي ډیلي کې لاریون؛ هندي پولیسو لسګونه افغانان نیولي
اټلانټا (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): هندي پولیسو ګڼ شمېر هغه افغانان نیولي چې په کابل کې پر «کاج» ښوونیز مرکز د خونړي برید د غندنې لپاره، په نوي ډیلي کې د اعتراض په توګه راټول شوي وو.
څو ورځې مخکې د کابل ښار په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز برید وشو چې پکې د ۴۶ نجونو په ګډون ۵۳ کسان ووژل شول او تر سلو زیات ټپیان شوي وو.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، هندي پولیسو پرون (پنجشنبه) یو شمېر هغه افغان کډوال نیولي چې پر یاد ښوونیز مرکز د خونړي برید د غندنې لپارپه نوي ډيلي کې راټول شوي وو.
دغه سازمان د تلې په ۱۵مه، په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ د نوي ډیلي له پولیسو غواړو، هغه افغان کډوال چې په افغانستان کې د جمعې په ورځ د کاج پر تعلیمي مرکز د برید د غندلو په موخه سولهییزه اعتراضیه غونډه کې نیول شوي، ژر تر ژره خوشي کړي.»
https://twitter.com/AIIndia/status/1578002751333994498?s=20&t=jXKDToRQRwttxVRCBD-GmQ . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP