ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان او چین د ریچارډ بینټ له ماموریت غځېدو سره مخالفت کړی

پاکستان او چین د ریچارډ بینټ له ماموریت غځېدو سره مخالفت کړی

author avatar
8 Oct 2022 - 10:24
پاکستان او چین د ریچارډ بینټ له ماموریت غځېدو سره مخالفت کړی
author avatar
8 Oct 2022 - 10:24

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ، خو پاکستان، چین او ونزویلا د هغه د ماموریت د دوام پر ضد رایې کارولې دي.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا د خبرپاڼې له مخې، د دغې شورا عمومي غونډې تېره شپه په ژنیو کې په افغانستان کې د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شورا له ۴۷ غړو نهه ویشتو د بینټ د ماموریت غځېدو ته مثبتې رایې ورکړې، خو پاکستان، چین او ونزویلا د بینټ د ماموریت د دوام پر ضد رایې وکارولې او د ازبکستان او قطر په ګډون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۱۵ غړو ممتنع رایې ورکړې دي.

سرچینه زیاتوي، د چین استازي استدلال کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت باید خپل کار ته پرېښودل شي او په دغه هېواد کې د ځینو هېوادونو مخالفت د بحران باعث شوی دی.

د سرچینې په وینا، په یاده شورا کې د پاکستان استازي ویلي چې په افغانستان کې لاهم د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره فرصت شته او زیاتوي چې د بینټ د ماموریت تمدید د افغانستان ستونزې نه شي حل کولای.

خو بریتانیا د بینټ د ماموریت د تمدید هرکلی کړی او استازي یې ویلي چې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه نجونې، ښځې او اقلیتونه په تېره هزاره‌ګان له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

دغه‌راز سرچینې زیاته کړې چې د بینټ په ماموریت کې دوه نوي مسوولیتونه ورزیات شول چې یو د ماشومانو د حقونو لپاره کار کول او بل په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو ثبتول او د بشري حقونو نړۍوالې شورا ته د هغو وړاندې کول دي.

نصیراحمد اندېشه چې دا مهال په بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازيتوب کوي، د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی، ادعا کوي چې افغانستان د ورانیو له یوه نوي پړاو سره مخامخ شوی، هغه بنسټونه له منځه تللي چې د ډیموکراسۍ ملاتړ یې کاوه او د ښځو، نجونو او اقلیتونو حقوق او ملي یووالی له  ناورین سره مخ دی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د اندېشه د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د یوه راپور په غبرګون کې ویلي و چې افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم ګواښ متوجه نه دی، په هېواد کې ۱۸۱ دولتي او شخصي پوهنتونونه د ښځينه‌وو او نارینه‌وو پر مخ خلاص دي، د هېواد پاتې ۷۰ سلنې خاورې ته د ښوونې او روزنې پروسه غځول شوې، په معارف، لوړو زده‌کړو، عامې روغتیا، تذکرو، پاسپوروټونو، هوايي ډګرونو، پولیسو، رسنیو، بانکونو او نورو اړینو برخو کې زرګونه افغان ښځې پر کار بوختې دي.

د مجاهد په وینا، هغه یو شمېر ښځې چې د کاري چاپېریال د نه مساعدوالي له امله لا هم خپلو دندو ته نه شي حاضرېدای، معاشونه يې په متواتر ډول په کورونو کې تادیه کېږي، سلګونه هغه بېوزله ښځې او نارینه چې پر سوالګرۍ بوخت وو، له سړکونو راټول او مناسب معاشات ورته تعین شوي او په عام ډول افغانان له جنګ جګړو، ناامنۍ، وژنو او سلو مصیبتونو په امن کې شوي دي.

هغه ویلي، له ظالمانه قیوداتو، پيسو کنګل کېدو او بانکي ستونزو سره سره د اقتصادي رفاه لپاره ټول وزارتونه او دولتي ارګانونه په خورا جدیت سره پر فعالیت بوخت دي او هلې ځلې کوي.

ده دغه‌راز ویلي و چې د افغان لږکیو ټول حقونه خوندي دي، هیڅ یو يې نه وژل شوی، نه نیول شوی، نه يې د عبادت مخه نیول شوې، نه کوم تور پرې پورې شوی، برعکس د هغو سلګونو بریدونو مخه نیول شوې چې د اقلیتونو عبادت ځایونه يې په نښه کول غوښتل، په استثنايي ډول که څو موارد پېښ شوي هم وي، عاملین يې کشف او نیول شوي او پر سختو سزاوو مجازات شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.