ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اریانا روغتون مشر وایي، دغه روغتون په ناقانونه ډول پلټل شوی او پرې لګېدلي تورونه ناسم دي

د اریانا روغتون مشر وایي، دغه روغتون په ناقانونه ډول پلټل شوی او پرې لګېدلي تورونه ناسم دي

author avatar
9 Oct 2022 - 17:24
د اریانا روغتون مشر وایي، دغه روغتون په ناقانونه ډول پلټل شوی او پرې لګېدلي تورونه ناسم دي
author avatar
9 Oct 2022 - 17:24

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): د خوړو او درملو ملي ادارې په کابل کې د اریانا طبي کمپلکس کې د تاریخ‌تېرو او غیرمجاز درملو د شتون او ضبط خبر ورکړی؛ خو د دغه روغتون مشر وایي، د روغتون له ګودامه یې په زور تاریخ‌تېري درمل را ایستلي او وېډیو یې ترې خپره کړې ده.

د افغانستان د خصوصي روغتونونو ټولنې مشر هم ویلي چې د خوړو او درملو ادارې له خوا د اریانا روغتون په ناقانونه توګه پلټل شوی او « دا هر څه د یوې توطیې غوندې دي.»

د خوړو او درملو ملي ادارې درې ورځې وړاندې په خپلې ټوېټرپاڼې کې په یوه وېډیو کې ادعا وکړه چې کابل کې د اریانا طبي کمپلکس په درملتون کې په سلګونه بوتله شربت او سلګونه پاکټه مختلف ډوله ټابلیت، پيچکارۍ او ورته نور تاریخ‌تېر طبي محصولات ضبط او ترلاسه شول.

د اریانا روغتون مشر دوکتور عبدالواحد صدیقي نن (د تلې ۱۷مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «د تېرې سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) د خوړو او درملو ملي ادارې یو هیئت غرمه راغی او د کابل ښار د پنځمې ناحیې له درملتونونو څخه د څارنې استعلام ورسره و. څنګه چې روغتونونه په روغتیا وزارت پورې تړلي او د روغتیا قانون له مخې، د څېړنې لپاره پلاوی باید مختلط وي، نو ځکه زموږ استدلال ورسره دا و چې د دوی پلټنه غیرقانوني ده، له همدې امله مو ورته وویل، تر هغه چې د روغتیا وزارت امر را نه وړئ، د پلټنې اجازه نه درکوو نو دوی لاړل.»

دی وايي، په هماغه ورځ مازیګر پنځه بجې د خوړو او درملو ملي ادارې د څېړنې رییس او بشري سرچینو رییس له څو مسلح کسانو سره روغتون ته ورغلل او ده د اړوندې حوزې استخباراتو ته خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه، کله چې د استخباراتو کسان خبر شول او روغتون ته ورغلل، نو د خوړو او درملو ملي ادارې کسانو ته یې وویل چې تاسو باید مسلح کسان روغتون ته نه وي داخل شوي او غوښتنه یې ترې وکړه چې حوزې ته ورسره لاړ شي، څو ستونزه حل کړي؛ خو «هغو کسانو ویل چې د استخبارتو عمومي مشر که هم راشي، حوزې ته نه ځي، بالاخره ټول یې په زور حوزې ته یووړل.»

صدیقي زیاتوي: «نیم ساعت وروسته بیا په روغتون کې غوغا شوه، تقریبا له دېرشو تر څلوېښتو نور کسان راغلل، د ګاردانو په وهلو یې شروع وکړه او ویې تړل او داسې وحشت یې جوړ کړ چې د افغانستان د طبابت په تاریخ کې به چا نه وي کړی، زه ترې پاس لاړم او امنیه قوماندانۍ سره مې اړیکه وکړه، وروسته د کورنیو چارو وزارت د ارکان رییس راغی او ماته یې زنګ وکړ چې وزارت ته راسره لاړ شه، زه او د روغتون د تدارکاتو رییس جمال پاچا، د ماشومانو ډاکټر عبدالرشید منصور، اداري مدیر خیبر سعیدي یې وزارت ته یوړو.»

د ده په وینا، اریانا روغتون د میکانیزم له مخې، د کومو درملو چې نېټه تېره شي ګدام کوي یې او هرې درې میاشتې وروسته یې سوځوي؛ خو په هغه شپه چې دوی په وزارت کې وو، د خوړو او درملو ادارې کسانو له ګدامه د تاریخ‌تېرو درملو کارتونه راایستلي او په سهار کې یې د یادې ادارې رییس عبدالباري عمر ترې وېډیو جوړه کړې او ادعا یې کړې چې په دغه روغتون کې تاریخ‌تېري درمل پلورل کېدل.

د یاد روغتون رییس وویل، عمر په هغې وېډیو کې د داسې یو ډول درملو پلورل جرم ګڼلي چې ده په خپله واردونکي شرکت ته جواز ورکړی او دغه‌راز یې د روغتون پر ای‌ټي مسوول فشار راوړی، وهلی یې دی او له هغه یې ټوله ډیټا هم وړې ده ترڅو ثبوت یې پاتې نه شي.

صدیقي وايي: «کله چې په مسئله رییس الوزرا او د روغتیا وزارت وزیر خبر شول، د کابل والي په مشرۍ یې یوه بیړنۍ کمېټه جوړه کړه او راغله سره کېناستو، کله مو چې مکمل جریان ورسره شریک کړ، د خوړو او درملو ملي ادارې «اعمال یې تقبیح» کړل او روغتیا وزارت یو قاطع مکتوب صادر کړ چې دغه کسان د وزارت اړوند نه دي او هر کله چې څېړنه کېږي نو باید یو مختلط پلاوی یې وکړي.»

د اریانا روغتون یو ساتونکی تاج‌الرحمن وايي: «کله چې دغه کسان راغلل، زه یې ناڅاپي په سر ووهلم او قداغونه یې راته وښکل، لاس یې رامات کړی، نور په ځان نه وم پوهېدلی.»

د عامې روغتیا وزارت ته په منسوب یو مکتوب کې چې کاپي یې پژواک ته رسېدلې او د کورنیو چارو وزارت ته لیکل شوی، خو تر اوسه یې صحت کومې سرچینې نه دی تایید کړی، هم په دې اړه څرګندونې شوي دي.

پژواک دغه مکتوب د کورنیو چارو وزارت او عامې روغتیا وزارتونو له ویاندویانو سره شریک کړ؛ د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وویل چې نتيجه به راسره شريکه کړي، خو د یوې ورځې په تېرېدو سره یې بیا ځواب نه دی ویلی او کورنیو چارو وزارت هم ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د خصوصي روغتونونو ټولنې هم ورته یو مکتوب په خپلې فسبوکپاڼې خپور کړی دی.

د خوړو او درملو ملي ادارې سره مو د اریانا روغتون د مشر څرګندونې شریکې کړې، خو ځواب یې نه دی ویلی.

د خصوصي روغتونونو ټولنه: اریانا روغتون د دسیسې ښکار شوی

په ورته وخت کې، د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان بي‌بي‌سي پښتو ته ویلي چې د خوړو او درملو ادارې له خوا د اریانا روغتون په ناقانونه توګه پلټل شوی، ډاکتران او د روغتون کارکوونکي وهل شوي دي.

هغه وايي: «کله چې د دوی ترمنځ لانجه شوې، دوی تللي ګودام ته د درملو هغه ټولګه یې را ایستلې چې ورباندې لیکل شوي وو ‘دا تاریخ تېره ده’. هماغه یې د روغتون منځ کې غورځولې [ویډیو یې ترې کړې] چې ګوندې دوی تاریخ تېره درمل خرڅوي. دا هر څه د یوې توطیې غوندې دي.»

غرمان زیاته کړې چې پر دغې موضوع حکومت خبر شوی او دریځ یې مثبت دی او ژمنه یې کړې چې دا ستونزه حلوي او دا به هم معلومه کړي چې سوءتفاهم شوی که کومه دسیسه ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.