د اریانا روغتون مشر وایي، دغه روغتون په ناقانونه ډول پلټل شوی او پرې لګېدلي تورونه ناسم دي
د خوړو او درملو ملي ادارې په کابل کې د اریانا طبي کمپلکس کې د تاریختېرو او غیرمجاز درملو د شتون او ضبط خبر ورکړی؛ خو د دغه روغتون مشر وایي، د روغتون له ګودامه یې په زور تاریختېري درمل را ایستلي او وېډیو یې ترې خپره کړې ده.


