ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د «کورني کرکټ» سيالۍ پای ته ورسېدې

پکتيکا کې د «کورني کرکټ» سيالۍ پای ته ورسېدې

author avatar
19 Oct 2022 - 10:43
پکتيکا کې د «کورني کرکټ» سيالۍ پای ته ورسېدې
author avatar
19 Oct 2022 - 10:43

ښرنه (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۱): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د «کورني کرکټ» سيالۍ- چې نږدې يوه مياشت وړاندې د دغه ولايت د ۱۸ ثبت شوو کرکټ کلبونو ترمنځ پيل شوې وې- د «اتحاد کرکټ کلب» په بريا پای ته ورسېدې.

د دغه ولايت د کرکټ امر شېردل دانش پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو سيالیو په درېیو پړاوونو کې ۴۵ لوبې وشوې چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.

دی زیاتوي، د کورني کرکټ د دغو سياليو پای‎لوبه تېر مازديګر د «اتحاد کرکټ» او «ګلاوالو کرکټ» کلبونو ترمنځ وشوه چې اتحاد کرکټ کلب وګټله.

د نوموړي په خبره، سږ کال د دغه ولایت د کورني کرکټ سياليو کې «اتحاد کرکټ کلب» غوره لوبډله او د دې لوبډلې یو لوبغاړی اسدالله ځدراڼ- چې په دغو سياليو کې یې ۵۸۶ منډې کړې وې- د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

هغه وویل، د سياليو غوره الراونډر هم د اتحاد کرکټ کلب لوبغاړی محمدنعيم وټاکل شو چې ۲۱۷ منډې یې کړې وې او ۱۱ ویکټې یې اخیستې وې، دغه راز غوره توپ‌اچوونکی هم د دغه کلب غړی نورالله دی چې ۱۸ ویکټې یې اخیستې وې.

دانش وایي، د «علي کرکټ کلب» لوبغاړی محمد جاوېد او د «اتحاد کرکټ کلب» لوبغاړی سيف الرحمن د دغو سيالیو ځوان لوبغاړي پېژندل شوي دي.

هغه زياتوي چې د واحدالله شرنوال په نوم د دغو سيالیو یو بل لوبغاړي د درېیو سلیزو په وهلو لومړ مقام تر لاسه کړ.

د یادونې ده، د کورني کرکټ اړوند انټرکلب سیالۍ د هېواد په ډېرو ولایتونو کې پیل شوې وې چې په ځینو کې پای ته رسېدلي او ځینو کې لا هم روانې دي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.