Language

سپاه پاسداران: پر اسرائیلو توغندیز بريد کې مو لسګونه پوځي اهداف په نښه کړي

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د ایران سپاه پاسداران وايي، تېره شپه یې پر اسرائيلو توغندیز بريدونه کړي، هلته یې لسګونه پوځي اهداف په نښه کړي او ۹۰ سلنه توغندي پر نښه شوو موخو لګېدلي دي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې، تېره شپه د دغه هېواد د پوځ مشر محمد باقري ویلي چې د سپاه پاسداران هوايي ځواک پر «صهیونیستي رژیم» بریدونه کړي او خپل انتقام یې اخيستی دي.

سرچینې د سپاه پاسداران له قوله ویلي، دغه میزایل یې پر اسرائیل د حماس او حزب‌الله غورځنګونو د مشرانو اسماعیل هنیه، حسن نصرالله او د ایران د یوه پوځي مشر عباس نیلفروشان د وژنې په غبرګون کې توغولي دي.

اسماعیل هنیه په تهران کې په یوه چاودنه کې او حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د اسرائیل په هوايي بریدونو کې په لبنان کې ووژل شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد توغندي په اسرائیلو کې پر نښه شوو اهدافو لګېدلي او وايي چې د دغه هېواد د اوسپنیزې ګنبزې په نوم له دفاعي سیستمه تېر شوي دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت کمېټې ویاند جک سلوان تېره شپه په یوه خبري کنفرانس کې پر اسرائیلو د ایران توغنديز برید په سیمه کې د کړکېچ «جدي زیاتوالی» بللی او ويلي يې دي، داسې ښکاري چې دغه برید «بې پايلې او ناکام شوی» دی.

هغه زیاته کړې، ایران د دغه برید په ترڅ کې پر اسرائیلو ۲۰۰ بالستیک توغندي وتوغول چې د امریکا سمندري ځواک یې په شنډولو کې له اسرائیلو سره مرسته وکړه.

ورته مهال، ایراني رسنۍ وايي، هم‌مهاله د لبنان حزب‌الله هم پر اسرائیل د توغنديو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې که اسرائيل غچ واخلي، دوی به بیا هم په اسرائیل بریدونه وکړي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوټرېش په منځني ختیځ کې روانې شخړې غندلې او په یوه اعلامیه کې یې دغه حالت «شخړه په شخړې پسې» بللی دی. ګوټرېش ویلي: «دا وضعیت باید ودرول شي؛ په مطلق ډول اوربند ته اړتیا لرو.»

له یاد بريد وروسته د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د مشروع حقوقو پر اساس، د ایران او سیمې د سولې او امنیت په هدف د صهیونیستي رژیم تېریو ته پرېکنده ځواب ورکړل شو.»

هغه زیاته کړې، د اسرائیلو لومړي وزیر بینامین نتانیاهو باید پوه شي چې ایران د جګړې پلوی نه دی، خو د هر ډول ګواښ پر وړاندې کلک ولاړ دی.