Pajhwok Afghan News

«د م .م ادارې دې افغانستان کې د بشري وضعیت د څار په اړه له شته اسانتیاوو ناوړه استفاده نه کوي»

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د بشري وضعيت د څار لپاره د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او اشخاصو ته هر ډول اړينې اسانتياوې برابرې شوې او یادې ادارې هم باید «اخلاقاً له دغې مثبتې روحیې ناوړه استفاده» ونه کړي.

دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې: «د همکارۍ د دغې روحيې او مساعد کاري چاپېريال له موجوديت سره – سره که بيا هم ځيني اشخاص د واقعيت موندنې د قانوني او علمي طريقو پر خلاف د اوازو او مجازي سرچينو (ټولنيزو رسنيو او بريښنايي ادرسونو) پر بنسټ راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پرضد یې کاروي، دوی نه يوازې پر خپلو راپورونو د خلکو باور له منځه وړي، بلکې د خپلو اړوندو ادارو بې‌پرېتوب او باوريتوب هم تر پوښتنې لاندې راولي.‌»

د خبرپاڼې له مخې، هېوادونه او نړۍوال سازمانونه بايد دغه ډول اشخاصو ته اجازه ور نه کړي چې د هېوادونو او نړۍوالو ادارو له نوم څخه په ناوړې ګټې اخيستنې شخصي عقدې او سياسي اجنډاوې پر مخ بوځي او د بشري کړنو په لړ کې د چارواکو د همکاریو روحیه وځپي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت د اسلام مبارک دين او زموږ ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېوادوالو اساسي بشري حقونو ته په وينا او عمل دواړو کې ژمن دی او دغو ارزښتونو ته په پام، د ۲۰۲۱ د اګسټ د ۱۵مې له بدلون وروسته، د تېرو شلو کلونو په پرتله، د بشري حقونو په وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی.»

د سرچینې په وینا، د اتباعو پر بشري حقونو د تېري اړوندې هر ډول ادعاوې د مرتکب او قرباني له هر ډول تړاوونو پرته په پوره شفافيت او عدالت سره د عدلي او قضايي ادارو له خوا څېړل او حق حقدار ته ورکول کيږي.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو کوم راپور ته اشاره نه ده شوې، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو وروستی راپور تېره ورځ د دغه سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خپور کړی دی.

اوچا پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه وګړي راتلونکي ژمي ته د تودوخې لپاره کافي امکاناتو ته لاسرسی نه لري، ۷۹ سلنه وګړي په داسې سرپناه کې ژوند کوي چې بیارغونې ته اړتیا لري او ۵۶ سلنه وګړي د خپلو ماشومانو لپاره ژمنۍ جامې نه لري.

Views: 46

Exit mobile version