Pajhwok Afghan News

له کابل ښاره څه باندې ۱۴۰۰۰ سوالګر ټول شوي

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۱): د سوالګرو ټولولو کمېټې په تېرو درېیو میاشتو کې له کابل ښاره ۱۴۳۹۳ سوالګر راټول کړي چې ۵۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان، ۵۶۱۸ یې مستحق او ۸۷۱۹ نور یې حرفه‌یي سوالګر دي.

له کابل ښاره د سوالګرو ټولولو لړۍ د روان کال د زمري په ۲۲مه پیل شوه او تر اوسه دوام لري.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن (د لړم ۸مه) پر خپل ټویټر لیکلي، د دغو راټول شوو سوالګرو له ډلې ۹۱۵۴ یې ښځې دي چې له ارزونې وروسته ۳۳۸۶ یې مستحقې او ۵۷۶۸ نورې یې حرفه‌یي سوالګرې پېژندل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د راټول شوو سوالګرو له ډلې ١٣٢٨ يې نارینه وو چې له ارزونې وروسته ٤٨٠ يې مستحق او ٨٤٨ نور حرفه‌یي سوالګر وو.

سرچينه زياتوي، په راټول شوو سوالګرو کې ۳۹۱۱ ماشومان هم شامل دي چې ۱۷۵۲ يې مستحق او ۲۱۰۳ نور يې حرفه‌یي سوالګر دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې  ٥٦ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي چې د هويت له ثبت او بايوميټريک وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت روزنتون ته استول شوي او هلته پر اعاشې سربېره د زده کړو زمینه هم ورته برابره شوې ده.

سرچينې د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړې چې له مستحق سوالګرو سره د حکومت له لوري دوامداره نغدي مرسته کېږي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د روان کال د وږي په ۲۰مه ویلي وو چې د مستحق سوالګر د کورنۍ هر غړي ته د میاشتې دوه زره افغانۍ ورکول کېږي او هر نارینه سوالګر ته – چې د کار کولو توان ولري د کار زمینه برابرېږي.

Views: 10

Exit mobile version