مهترلام، بامیان (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۱): مسوولین وايي نن په لغمان کې له ۴۰۰ کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې او په بامیان کې له ۴۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ یاست وايي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز مهترلام له ۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي محمدولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵ کیلوګرام توره او ۵۰ کیلوګرام سپينه سره ورکړل شوه.
همدارنګه د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري زینالله مسرور پژواک ته وویل، نن او تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز کې د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) له خوا پر ۴۳۰۰ اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
نوموړی زیاتوي، د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۲۵ کیلوګرام وریجې، اووه کیلوګرام دال نخود، پنځه لېتره غوړ او یوه اندازه د ماشومانو خواړه ورکړل شوي دي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن