کابل (پژواک ۹ لړم ۱۴۰۱): په ميدان وردګو، باميان، لغمان، لوګر او غزني ولایتونو کې له څه باندې ديارلس نیم زرو کورنيو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې نن د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) له خوا له ۱۰۰۰ بزګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست پژواک خبري اژانس ته په راستولې خبرپاڼه کې ویلي، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرام سپینه او ۵۰ کیلوګرام توره کیمیاوي سره ورکړل شول.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست هم پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د خوړو نړۍوالو پروګرام په ملالي ملاتړ د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې له درې زره ۳۲۷ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
سرچينې ویلي، هرې کورنۍ ته یې ٥٠ کیلوګرام اوړه، ۴.۵۵ ليتره غوړي، ٦.٢٦ کیلوګرام دال او ۰.۵ کیلوګرام مالګه ورکړل شول.
همدارنګه د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري زینالله مسرور پژواک ته وویل، نن او تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز کې د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) له لوري ٤٣٠٠ اړو کورنيو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
نوموړی زیاتوي، د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۲۵ کیلوګرام وریجې، اووه کیلوګرام دال نخود، ۵ لېتره غوړي او یوه اندازه د ماشومانو خواړه هم ورکړل شوي دي.
دغهراز نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د لغمان د مرکز مهترلام له ۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرام توره او ۵۰ کیلوګرام سپينه سره ووېشل شول.
د یوه بل خبر له مخې، د یتیمانو مرستندویه موسسې/Helping Orphans د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلابځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته شوو توکو کې اوړه، غوړي، وریجې، چای، بوره، لوبیا او مکروني شامل دي.
د یادې شوې موسسې مسوول سمیعالرحمن حبیبزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته د لوګر له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ له یوې رڼې سروې وروسته نن پر ۵۰۰ سېلابځپلو کورنیو ووېشل شوه.
دی زیاتوي، دا هغه کورنۍ دي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي او له خپلو سیمو بېځایه شوي وو.
دغهراز د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د غزني په ګیلان او ناهور ولسوالیو کې پر ۳ زره ۹۸۹ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد قاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، په ګیلان ولسوالۍ کې له ۲۴۰۰ او په ناهور ولسوالۍ کې له ۱۵۸۹ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړۍوال پروګرام له لوري چمتو شوې وه.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۵ لېټره غوړي او یوه اندازه مالګه ورکړل شول.
دی وايي، دا مرسته به تر یوه وخته د یادو شوو اړو کورنیو اړتیاوې پوره کړي او پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې له نورو اړو کورنیو سره هم ورته مرستې وشي.
Views: 48
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP