ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ودونو لوړ لګښت ځوانان کډوالۍ ته اړ کړي

د ودونو لوړ لګښت ځوانان کډوالۍ ته اړ کړي

author avatar
2 Nov 2022 - 17:47
د ودونو لوړ لګښت ځوانان کډوالۍ ته اړ کړي
author avatar
2 Nov 2022 - 17:47

تالقان (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ودونو له لوړ لګښته شکايت کوي او وايي، د ودونو د ډېر لګښت له امله نجونې تر پاخه عمره مجردې پاتې کېږي او هلکان مجبور دي چې د دغو لګښتونو د پوره کولو لپاره کډوالۍ ته مخه کړي.

په دې اړه د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکي عمک جان پژواک ته وويل، ناوړه دودونه په دغه ولسوالۍ کې د ودونو د ولور لوړوالي لامل شوي دي.

د هغه په ​​خبره، نجونې له ۳۵ تر۴۰ کلنۍ پورې مجردې پاتې کېږي او هلکان اړ دي چې د واده کولو لپاره د کډوالۍ ستونزې وزغمي.

هغه زياتوي، دا مهال څلور ځوان زامن لري او د اقتصادي ستونزو له امله هغوی ته ودونه نه شي کولی چې له امله یې په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

د دغه قومي مشر په وینا، په دې ولسوالۍ کې يوازې «تویانه» له ٤٠٠ زرو تر يو ميليون افغانيو پورې لګښت لري چې د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله کورنۍ نه شي کولى چې خپلو زامنو ته واده وکړي.

عبدالشکور یو له هغو ځوانانو دی چې د واده د لګښتونو پوره کولو لپاره ‎یې درې ځله کډوالۍ ته مخه کړې او وايي، اوس چې۳۰ کلن دی؛ د تویانې د لوړ لګښت نه پوره کولو له امله نه دی توانېدلی چې واده وکړي.

هغه زياته کړه، حکومت بايد د ودونو د لګښتونو کمولو او د ناوړو دودونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د تخار په رستاق کې دیني عالم عبدالواحد وايي، د تویانې لوړ لګښت د شریعت خلاف عمل دی او کورنۍ باید له ناوړه دودونو ډډه وکړي.

د هغه په ​​وينا، د لوړ ولور له امله هر کال زرګونه ځوانان نورو هېوادنو ته ځي او سلګونه نجونې په کورنيو کې مجردې پاتې کېږي چې دغه کار پر ټولنه منفي اغېز لري.

په همدې حال کې د رستاق ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر غړي مولوي جمال‌الدين له پژواک سره خبرو کې وويل، د لوړ ولور اخيستو له امله په کورنيو کې ګڼې ستونزې رامنځته شوې او دغه اداره هڅه کوي څو د ناوړه دودونو مخنیوی وکړي.‎

نوموړي وویل، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ادارې د کار یوه برخه له دینې عالمانو سره په همغږۍ سره د ولور راټیټولو په ګډون د ناوړه دودونو له منځه وړل دي.

دا په داسې حال کې ده ‎چې د تخار ولایت په ډیرو سیمو کې د «تویانې لوړ لګښت»‎ یو له هغو ستونزو دی چې د هلکانو غیرقانوني کډوالۍ او تر پاخه عمره د نجونو د مجرد پاتې کېدو لامل شوی دی.

په دغه ولایت د تویانې د لوړ لګښت په ځینو مواردو کې نجونې اړ شوې څو له خپله کوره وتښتي او هلکان ځان وژنې ته اړ شي.

Views: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.