ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې د ورځې له پلوه د لویو باروړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

کندهار ښار کې د ورځې له پلوه د لویو باروړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

author avatar
4 Nov 2022 - 16:02
کندهار ښار کې د ورځې له پلوه د لویو باروړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
author avatar
4 Nov 2022 - 16:02

کندهار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱): د کندهار د ټرافیکو مدیریت وایي، سر له نن څخه د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو لویو باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کندهار ښار ته داخل شي.

دغه ګام وروسته له هغه اخیستل کیږي چې په کندهار ښار کې د لویو باروړونکو موټرو له امله ترافیکي پېښې زیاتې شوي او وروستۍ پېښه یې د تیرې ورځې وه چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ دوو ماشومانو او د هغوی مور او پلار ژوند له لاسه ورکړ.

د کندهار د ترافیکو مدیر مولوي بشیر په دې اړه وايي: «کندهار ښار ته داخلېدونکي لوی باروړونکي موټران به د سهار له شپږو بجو وروسته د سېلو، دامان او ښوراندام په ساحو کې په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې درېږي او بیا به ماښام پر شپږ بجې حرکت کوي. دا پرېکړه مو د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره کړې ده.»

دی وایي، له دې سره به په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي، کوچني موټر او نور وسایط به په اسانۍ تګ راتګ کوي.

کندهار ښاریان هم دا پرېکړه پر ځای او ګټوره بولي.

د کندهار یو تن اوسېدونکی حیات الله وایي: «دا خو ډېر ښه کار وشو چې غټ موټرونه د ورځې له خوا بند شوه، پخوا به ټول ښار د دوی له خوا بند وو او پر داسي لارو به هم تلل چې هغه لارې یوازې د کوچنیو موټرانو لپاره وې.»

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.