ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي حنیف: هېڅوک نه شي کولی چې د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي

مولوي حنیف: هېڅوک نه شي کولی چې د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي

author avatar
4 Nov 2022 - 05:07
مولوي حنیف: هېڅوک نه شي کولی چې د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي
author avatar
4 Nov 2022 - 05:07

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱) : د ننګرهار ولایت یو شمېر مسوولین وایي، هېڅوک نه شي کولای چې په یو او بل نوم  د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه څرګندونې د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نورمحمد حنيف او د بهرنیو چارو رئيس مولوي احمد د ایران په جلال آباد کې د ايران له قونسل سره په کتنه کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې یو شمېر فرهنګیانو او ځایي ژورنالیستانو هم ګډون کړي وو.

د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نورمحمد حنيف په دې ناسته کې وویل، چې د افغانستان او ايران خلک تاريخي او فرهنګي اړيکو درلودلو تر څنګ ديني مشترکات هم لري، چې هيڅوک نه شي کولای د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ په يو او بل نوم اختلافاتو ته لمن ووهي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.