ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سالنګونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي

سالنګونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي

author avatar
5 Nov 2022 - 15:17
سالنګونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي
author avatar
5 Nov 2022 - 15:17

چاریکار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): تېره شپه په شمالي سالنګ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ريیس حافظ محمد‌يعقوب وايي، تېره شپه شاوخوا اووه بجې د شمالي سالنګ لویې لارې د دوشاخ سیمې په ګولایي کې یو فلانکوچ موټر چپه شوی دی.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې درې کسان مړه او ۸ نور ژوبل شوي دی.

د نوموړي په وینا، د دغه موټر سپرلي د دایکنډي ولایت اوسېدونکي وو او له سوېل څخه د شمال پر لوري تلل.

هغه زیاته کړه چې د یادې پېښې مړي او ټپیان د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

هغه همداراز وویل چې د سوېلي سالنګ د لويې لارې په اولنګ سيمه کې د يوه هينو موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.