کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): په ميدان وردګو او لغمان کې له ۱۱۴۸۵ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او اروزګان کې له څه باندې ۳۰۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د میدان وردګو په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې له ۷۳۳۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د میدانوردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې یاده مرسته نن د چک ولسوالۍ له ۵۷۵۰ او دایمیرداد ولسوالۍ له ۲۱۸۴ کورنیو سره شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، څلور اعشاریه ۵۵ لېتره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرام دال او ۰.۵ کیلوګرام مالګه ورکړل شول.
دغه راز د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن