منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په درېیو ولایتونو کې له نږدې ۱۲ زره کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې وشوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): په ميدان وردګو او لغمان کې له ۱۱۴۸۵ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او اروزګان کې له څه باندې ۳۰۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د میدان وردګو په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې له ۷۳۳۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د میدان‌وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې یاده مرسته نن د چک ولسوالۍ له ۵۷۵۰ او دایمیرداد ولسوالۍ له ۲۱۸۴ کورنیو سره شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، څلور اعشاریه ۵۵ لېتره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرام دال او ۰.۵ کیلوګرام مالګه ورکړل شول.

دغه راز د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ پر ۴۱۵۱ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د قرغیو ولسوال قاري نورالهادي صارم سعید پژواک ته وویل، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، شپږ اعشاریه ۲۵ کیلوګرام دال، څلور لېټره غوړي، نیمه کیلو مالګه او یو کیلو سوجي ورکړل شول.

بلخوا د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ناروې بشري مرستو ادارې (اېن‌ار‌سي) له ۳۰۲ کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه.

د چورې ولسوالۍ مرستیال مولوي قاسم فرقاني وویل، د یادو ۳۰۲ اړمنو کورنیو سروې مخکې شوې وه چې نن هرې کورنۍ ته ٢٧٠٠٠ افغانۍ ورکړل شوې.

هغه له نورو مرستندویه ادارو هم وغوښتل چې له بېوزلو کورنیو سره د لاسنیوي هڅي جاري وساتي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه