کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د علومو اکاډمۍ د طبيعي- تخنيکي علومو مرستیال وایي، د ښځو لپاره هغه تعلیم فرض دى چې الله تعالی پرې وپېژني، له دې پرته د ښځې غږ مستور دى او څوک یې چې اوري پر ګناه اخته کېږي.
دغه څرګندونې د افغانستان علومو اکاډمۍ تخنيکي مرستیال مولوی اميرجان ثاقب په کابل کې د دغې اکاډمۍ له لوري په اسلام کې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر مقام او د ټولنې په اصلاح کې یې د ونډې په تړاو جوړ شوي سیمینار ته وکړې.
هغه زیاته کړه: «ټوله دنیا دا خبره کوي چې تعلیم فرض دی، بېشکه تعلیم فرض دی خو کوم تعلیم فرض دی؟ د ښځې لپاره ژورنالیزم فرض دی؟ او دا یې د ژوند د ضروریاتو برخه ده چې هغه دې په تلویزیون او راډیو کې کار وکړي، د ښځې غږ مستور دی، څوک یې چې اوري هغه یې ټول په ګناه اخته کړي دي.»
هغه وایي، د ښځو لپاره هغه علم فرض دی چې الله تعالی پرې وپېژني.
ثاقب په هېواد کې پر نشهیي توکو د اخته کسانو د شمېر زیاتېدو یو لامل هم په تېر کې د امربالمعروف نه شتون یاد کړ.
د ده په خبره، د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت دی چې خلک له نشهیې توکو او نورو منکراتو څخه منع کوي.
په یاده غونډه کې د علومو اکاډمۍ رییس شیخ فریدالدین محمود وویل چې نړۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له نوم څخه ډار لري.
هغه زیاته کړه، په نړۍ کې د وضعي قوانینو په مخالفت کې خلکو ته ډول ډول سزاګانې ورکول کېږي، خو بیا یې هم څوک پوښتنه نه کوي او که پر چا د دین یو حکم عملي شي بیا د ټولو غږ پورته کېږي.
نوموړی وایي، که په یوه هېواد کې امر بالمعروف په سم ډول ترسره شي، نو د ټولنې ټول قشرونه ورسره اصلاح کېداى شي.
همدارنګه په دې غونډه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف وویل، په هېواد کې د منکراتو ګراف په داسې حال کې ټيټ شوى چې نه د چا عزت تر پښو لاندې شوى او نه هم د چا سپکاوی شوى دی.
نوموړي دا هم وویل، د کابل ښار په مارکېټونو کې زیاتره خلک د لمانځه پرمهال له ستونزو سره مخ وو چې اوسمهال د ۴۰۰ جوماتونو جوړولو کار روان دی او له دې ډلې یې ۲۶۷ جوړ شوي او پاتې نور به هم جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي د روان کال د تلې په پنځمه نېټه ویلي و چې دنیوي علم مباح دی.
دغهراز، بیا په همدې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي وو چې تعلیم پر نر او ښځه فرض دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن