ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ثاقب: پر ښځو يوازې هغه علم فرض دى چې الله تعالى پرې وپېژني

ثاقب: پر ښځو يوازې هغه علم فرض دى چې الله تعالى پرې وپېژني

author avatar
16 Nov 2022 - 17:15
ثاقب: پر ښځو يوازې هغه علم فرض دى چې الله تعالى پرې وپېژني
author avatar
16 Nov 2022 - 17:15

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د علومو اکاډمۍ د طبيعي- تخنيکي علومو مرستیال وایي، د ښځو لپاره هغه تعلیم فرض دى چې الله تعالی پرې وپېژني، له دې پرته د ښځې غږ مستور دى او څوک یې چې اوري پر ګناه اخته کېږي.

دغه څرګندونې د افغانستان علومو اکاډمۍ تخنيکي مرستیال مولوی اميرجان ثاقب په کابل کې د دغې اکاډمۍ له لوري په اسلام کې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر مقام او د ټولنې په اصلاح کې یې د ونډې په تړاو جوړ شوي سیمینار ته وکړې.

هغه زیاته کړه: «ټوله دنیا دا خبره کوي چې تعلیم فرض دی، بېشکه تعلیم فرض دی خو کوم تعلیم فرض دی؟ د ښځې لپاره ژورنالیزم فرض دی؟ او دا یې د ژوند د ضروریاتو برخه ده چې هغه دې په تلویزیون او راډیو کې کار وکړي، د ښځې غږ مستور دی، څوک یې چې اوري هغه یې ټول په ګناه اخته کړي دي.»

هغه وایي، د ښځو لپاره هغه علم فرض دی چې الله تعالی پرې وپېژني.

ثاقب په هېواد کې پر نشه‌یي توکو د اخته کسانو د شمېر زیاتېدو یو لامل هم په تېر کې د امربالمعروف نه شتون یاد کړ.

د ده په خبره، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت دی چې خلک له نشه‌یې توکو او نورو منکراتو څخه منع کوي.

په یاده غونډه کې د علومو اکاډمۍ رییس شیخ فریدالدین محمود وویل چې نړۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له نوم څخه ډار لري.

هغه زیاته کړه، په نړۍ کې د وضعي قوانینو په مخالفت کې خلکو ته ډول ډول سزاګانې ورکول کېږي، خو بیا یې هم څوک پوښتنه نه کوي او که پر چا د دین یو حکم عملي شي بیا د ټولو غږ پورته کېږي.

نوموړی وایي، که په یوه هېواد کې امر بالمعروف په سم ډول ترسره شي، نو د ټولنې ټول قشرونه ورسره اصلاح کېداى شي.

همدارنګه په دې غونډه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف وویل، په هېواد کې د منکراتو ګراف په داسې حال کې ټيټ شوى چې نه د چا عزت تر پښو لاندې شوى او نه هم د چا سپکاوی شوى دی.

نوموړي دا هم وویل، د کابل ښار په مارکېټونو کې زیاتره خلک د لمانځه پرمهال له ستونزو سره مخ وو چې اوسمهال د ۴۰۰ جوماتونو جوړولو کار روان دی او له دې ډلې یې ۲۶۷ جوړ شوي او پاتې نور به هم جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي د روان کال د تلې په پنځمه نېټه ویلي و چې دنیوي علم مباح دی.

دغه‌راز، بیا په همدې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي وو چې تعلیم پر نر او ښځه فرض دى.

Visits: 312

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.