ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوریه؛ بولاني‌پخوونکې مېرمن چې د ورځې تر ۱۵۰ بولاني پلوري

نوریه؛ بولاني‌پخوونکې مېرمن چې د ورځې تر ۱۵۰ بولاني پلوري

author avatar
20 Nov 2022 - 18:32
نوریه؛ بولاني‌پخوونکې مېرمن چې د ورځې تر ۱۵۰ بولاني پلوري
author avatar
20 Nov 2022 - 18:32

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د کابل ښار په یوه واټ کې بولاني‌پخوونکې مېرمن چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي وايي، د ورځې ۱۵۰ بولاني پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هیڅ یوې ښځې د کابل ښار په واټونو کې  داسې کار نه تر سره کاوه او دا چاره د سړیو له خوا مخې ته وړل کېده.

۴۵ کلنه نوریه، د کابل ښار د کارته سخي سیمې اوسېدونکې ده او له یوې میاشتې راهیسې یې د کابل پوهنتون دروازې مخې ته لاسي کراچۍ درولې او بولاني پخوي.

هغې چې بولاني جوړوله او هم یې پخوله، له پژواک سره په خبرو کې وویل، خاوند یې مخکې اوبه او نوشابې پلورلې، خو اوس له خپلې مېرمنې سره د بولانیو په پلور کې مرسته کوي.

نوموړې د ګندنې او کچالو بولاني پخوي او ډېری مشتریان یې د کابل پوهنتون محصلین دي، ځيني محصلین د دې په لاس د پخو شوو بولانیو د خوند ستاینه کوي.

نوریه دوه اولادونه لري چې یو یې د ښوونځي په دویم او بل یې اتم ټولګي کې درس وایي.

دغه مور وایي، خپله زحمت وباسي څو اولادونه یې تعلیم او تحصیل وکړي او ښه راتلونکی ولري.
نوموړې وایي، که څه هم دغه کار ډېر سخت دی، د ورځې د ۱۵۰ بولانیو پخول یې ستړې کوي خو خوښه ده چې د حلال رزق له لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي.

د هغې په خبره، ورځنی عاید یې تر ۴۰۰ افغانیو رسېږي، خو د بیو لوړوالي له امله ځیني وختونه د کورنۍ لګښت یې نه پوره کوي.

نوریې له سرپرست حکومت او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې له داسې کورنیو سره دې مرسته وکړي.

Visits: 714

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.