ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې د همجنسبازانو پر یوه نایټ‌کلب برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

امریکا کې د همجنسبازانو پر یوه نایټ‌کلب برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

author avatar
21 Nov 2022 - 05:15
امریکا کې د همجنسبازانو پر یوه نایټ‌کلب برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي
author avatar
21 Nov 2022 - 05:15

اټلانټا (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د امریکا په کلوراډو ایالت کې د همجنسبازانو د نڅا په یوه کلب کې د وسله وال برید په پایله کې پنځه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ نور ټپيان دي.

د کلوراډو پولیسو ویلي، دغه برید د یکشنبې په شپه د سپرینګ په سیمه کې شوی دی.

د پولیسو یوې مشرې پمیلا کاسترو په خبره چې برید د «کلب کیو» په نوم یوه نایټ‌کلب کې دننه شوی دی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، هغې زیاته کړې، یو کس چې ګومان کېږي بریدګر دی، نیول شوی، مېرمن کاسترو وویل چې بریدګر هم ژوبل شوی.

د پولیسو دغې مشرې د برید د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

دغه کلب پر خپله فېسبوک‌پاڼه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي‌: «د یو احمقانه برید له کبله غمجن شوي یو….. موږ د پولیسو له عاجل اقدامه چې بریدګر یې ونیو او برید یې ختم کړ، مننه کووږ»

رویټرز خبري اژانس وايي، له برید وروسته په سیمه کې د پولیسو موټر او امبولانسونه لیدل کېږي او کلب ته ورغلې لارې تړلې شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې د همجنسبازانو پر نایټ‌کلب برید کېږي؛ له دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې هم د امریکا د فلورېډا ایالت د اورلنډو په سیمه کې پر یو نایټ کلب برید کې ۴۹ کسان وژل شوي وو.

پولیسو د دې پېښې عامل په ډزو وواژه او هغه مهال دا په امریکا کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کېده.

 

 

 

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.