ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یو معلول وايي، معلولیت او بې‌وزلي یې ځوروي

دایکنډي کې یو معلول وايي، معلولیت او بې‌وزلي یې ځوروي

author avatar
23 Nov 2022 - 14:46
دایکنډي کې یو معلول وايي، معلولیت او بې‌وزلي یې ځوروي
author avatar
23 Nov 2022 - 14:46

نیلي (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): په دایکنډي ولایت کې یو معلول چې د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی دی، وايي چې معلولیت او بې‌وزلي یې سخت ځوروي.

د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کې یو معلول رستم غلامي پژواک خبري اژانس ته وویل، له دواړو پښو معلول دی او د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره د ویلچر پرمټ په نیلي ښار کې د سړک پر غاړه توکي پلوري.

ده وویل، ۹ کاله مخکې یې د دایکنډي ولایت په ناوه‌مېش ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.

هغه زیاته کړه، ۴۰ کاله عمر لري او د درېیو کوچنیو ماشومان پلار دی چې په وینا یې، هیڅ یو یې د کار کولو توان نه لري، اړ دی چې د ویلچر پرمټ په بازار کې د سړک پر غاړه توکي وپلوري.

نوموړي څرګنده کړه: «هره ورځ مې ښځه او ماشومان تر بازاره را رسوي، هلته پر یوه ځای پاتې وم، د تګ توان نه لرم؛ که کوم لوري ته تلل وغواړم، نو په تمه کېنم څو یو څوک پیدا شي چې له ځان سره مې بوځي او ځای پرځای مې کړي.»

غلامي وايي، د اقتصادي کمزورتیا له امله، له ۸ تر ۹ زره افغانیو پورې د پلور توکي لري.

هغه وویل، هره ورځ له ۱۰ تر ۲۰۰ افغانیو پېر او پلور کوي، خو ځینې ورځې هیڅ پېرېدونکی نه لري.

هغه زیاته کړه: «له مجبوریته په ښارګوټي کې توکي پلورم، توان یې نه لرم، پيسې نه لرم چې هټۍ پرې ونیسم، په کراچۍ کې توکي پلورم، ځيني وخت ان د یوې افغانۍ توکي هم نه شم پلورلی.»

د هغه په وینا، له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولای.

نوموړي زیاته کړه، د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای د نیلي ښار په یوه څنډه کې په یوه کرايي کور کې اوسېږي او تر اوسه د ژمي لپاره سون‌توکي نه لري.

هغه وویل: «څو شپې مو د سړې هوا له امله خوب ونه کړ؛ دوي ورځې مخکې زموږ یوه ګاونډي دوه منه زغال راکړل چې کور مو پرې ګرم کړی، کله چې زغال خلاص شي نو موږ خپله پیسې نه لرو چې زغال او یا لرګي پرې واخلو.»

هغه له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په را روان ژمي کې سون او خوراکي توکو ته اړتیا لري.

له دې سره سره، د دایکنډي ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست وايي چې معلولین یې تر حمایتي پروګرامونو لاندې دي او هره میاشت معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته منظم معاش ورکوي.

د دایکنډي د شهیدانو او معلولینو ریاست د بایومتریک او ډيټابېس عمومي مدیر حمیدالله رستګار پژواک ته وویل، حکومت ټولو معلولینو ته میاشتنی معاش ورکوي او له دې پروګرامه هیڅ معلول مستثنا نه دی.

هغه وویل: «له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په دوره کې، ټول معلولین د حکومت تر ملاتړ لاندې دي او هره میاشت معاش ورکول کېږي.»

د نوموړي په وینا، دوی له ټولو معلولینو او د شهیدانو له کورنیو ملاتړ کوي او له مؤسسو سره په همغږۍ هڅه کوي څو دغو کسانو ته د مرستو د ورکړې په برخه کې لومړیتوب ورکړل شي.

Visits: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.