ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګانۍ مېرمنې: د سیمکارتونو د پلور بندېدو له امله له ستونزو سره مخ يو

اروزګانۍ مېرمنې: د سیمکارتونو د پلور بندېدو له امله له ستونزو سره مخ يو

author avatar
23 Nov 2022 - 18:48
اروزګانۍ مېرمنې: د سیمکارتونو د پلور بندېدو له امله له ستونزو سره مخ يو
author avatar
23 Nov 2022 - 18:48

ترینکوټ (پژواک، ٢ لېندۍ ١۴٠١): اروزګان مېشتې مېرمنې وایي چې د سیمکارتونو پلور پرې بند شوی چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي؛ خو مسوولین وايي، له پلورنځيو غوښتل شوي چې ښځینه مشتریانو ته د بېلو ځايونو له جوړولو او د ښځينه کارکوونکو له ګومارلو وروسته دې پر هغوی سيمکارتونه وپلورل شي.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکې علیه وایي، له تېرو دريېو اونیو راهیسې په پرله‌پسې توګه د سیمکارتونو وېش مرکزونو ته مراجعه کوي، خو ناهیلې بېرته ستنېږي چې له امله يې له ستونزو سره مخ ده.

دا زياتوي، ورته ویل کېږي چې د مخابراتو ریاست ښځو ته د سیمکارتونو وېش بند کړی دی، نو له همدې امله نه ورته ورکول کېږي.

د یاد ولایت یوه بله اوسېدونکې چې د نوم له اخیستو ډډه کوي، پژواک ته وویل، وړاندې دا ستونزه نه وه، خو اوس پر ټول ولایت مېشتو ښځو سیمکارتونه بند شوي دي.

د هغې په وینا، هره ورځ د دې په ګډون ګڼې ښځې د سیمکارت د پلور مرکزونو ته مراجعه کوي، خو تش لاس بېرته ګرځي.

په اروزګان کې د سیمکارت د پلور مرکز یو مسوول وایي، ٢٩ ورځې وړاندې هغوی ته د مخابراتو ریاست له خوا یو مکتوب ولېږل شو چې په کې ښځو ته د سیمکارتونو د ورکړې بندېدو سپارښتنه شوې ده.

نوموړي چې د نوم له خپرېدو يې ډډه کوله، وویل، هغوی ته ویل شوي تر هغه چې د ښځو لپاره ښځینه کارکوونکې ونه ګومارل شي، ښځو ته دې سیمکارت ور نه کړي.

د اروزګان د مخابراتو ریاست مسوولین هم مني چې هغوی دا پرېکړه کړې ده.

د دې ریاست مشر مولوي زین‌الله فاروقي پژواک اژانس ته وویل، دا پرېکړه یې ښځو ته د اسانتیاوو برابرولو او دې برخه کې د شته ستونزو مخنیوي لپاره کړې ده.

فاروقي وایي، له پلورنځیو غوښتل شوي چې د ښځینه مشتریانو لپاره بېل ځایونه جوړ کړي او ښځینه کارکوونکې دې وګوماري.

پژواک د هغه مکتوب کاپي چې په ۳/۸/‍۱۴۰۱ نېټه په ۱۲۱/ ۸۵ ګڼه شمېره د اروزګان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له خوا صادر شوی، ترلاسه کړې چې په يوه برخه کې يې ليکل شوي: «اروزګان ولایت کې د ټولو مخابراتي شرکتونو د مشتریانو د خدمتونو څانګو ته جدي هدایت کېږي چې هيڅ مخابراتي شرکت حق نه لري چې ښځې باندې سیکارت خرڅ کړي ترڅو چې د ښځو لپاره ځانګړی شاپ جوړ کړی نه وي او د شاپ کارمندانې به هم ښځې وي.»

Visits: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.