ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د رېل‌پټلۍ له لارې څه باندې ۵۰۰ زره مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي

د هېواد د رېل‌پټلۍ له لارې څه باندې ۵۰۰ زره مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي

author avatar
24 Nov 2022 - 14:32
د هېواد د رېل‌پټلۍ له لارې څه باندې ۵۰۰ زره مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي
author avatar
24 Nov 2022 - 14:32

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د رېل‌پټلۍ اداره وايي، په تېره لړم میاشت کې د رېل‌‌پټلۍ له لارې نږدې ۵۰۰ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۲ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.

دغې ادارې نن د لېندۍ په ۳مه، په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي، د لړم میاشتې له لومړۍ څخه تر پایه پورې د هېواد رېل‌پټلۍ له لارې په ټوله کې ۵۰۲ زره او ۳۹ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د حیرتان رېل‌پټلۍ له لارې ۳۹۹ زره ۹۸۳ ټنه، د اقینې رېل‌پټلۍ له لارې ۲۹ زره ۳۷۵ ټنه او د تور غونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې ۷۰ زره ۶۳۱ ټنه توکي- چې ټولیز وزن یې ۴۹۹ زره ۹۸۹ مټریک ټنه کېږي- هېواد ته وارد شوي دي.

سرچینې ویلي، دغه‌راز په همدې میاشت کې ۲ زره او ۵۰ ټنه توکي له همدغو لارو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او ټالک پوډر دي.

د رېل‌پټلۍ ادارې ویاند سميع دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په وارد شوو توکو کې غنم، اوړه، حبوبات، تېل، اوبلن ګاز، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي چې له قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین څخه وارد شوي دي.

د ده په وينا، په صادر شوو توکو کې ټالک پوډر او وچه مېوه (مميز، بادام، پسته، جلغوري او کښته) شامل دي چې روسیې، قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان ته صادر شوي دي.

د رېل‌پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دغې ادارې د تلې په ۲۱مه، خبر ورکړی و چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ انتقالات او عواید ۲۲ سلنه ډېر شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره تله میاشت کې په ټوله کې ۳۸۹ زره او ۷۶۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي وو.

Visits: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.