ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل شو

په کابل کې د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل شو

author avatar
25 Nov 2022 - 14:31
په کابل کې د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل شو
author avatar
25 Nov 2022 - 14:31

کابل (پژواک، ۴ وږى ۱۴۰۱): کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د ډبرو سکرو د وېش بهیر د پيل اعلان وکړ.

د کابل ښاروالۍ نن (جمعه) په خپل ټویټر لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د هلو ځلو په پایله کې د کابل ښاریانو د هوساینې په موخه نن په دغه ښار کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د ویش لړۍ پیل شوه.»

دغه اداره زياته کړه، ټاکل شوې دغه سکاره د پلچرخي له ګودام څخه هغو ځايونو ته ولېږدول شي چې همدا اوس د ښار په بېلابېلو سيمو کې موقعيت لري.

ښاروالۍ دغه راز ويلي، د دې ادارې له رهبرۍ او کابل ښاروالۍ د بازارونو د تنظیم ریاست د کارکوونکو له خوا له سیمه ییزو وکیلانو سره په همغږۍ په لوړه بیه د سکرو  پلورلو د مخنيوي موخه جوړ شوی پلاوی د دې بهیر څارنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ چارواکو ویلي و، ډبرو سکرو ته د خلکو د لاسرسي په موخه به په کابل ښار کې ۳۶ پرچون پلورنځي جوړ کړي، چې ځای به یې وروسته مشخص شي.

د ښاروالۍ له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ښاروالۍ په بازارونو کې د ډبرو سکرو بیې څاري، تر څو خلک وکولای شي په ټاکلې بیه د اړتیا وړ سکاره واخلي.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.