ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان او بغلان کې د شري او ګوزڼ ناروغیو واکسین کمپاین پیل شو

اروزګان او بغلان کې د شري او ګوزڼ ناروغیو واکسین کمپاین پیل شو

ترینکوټ، پلخمري (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د شري او د بغلان په مرکز او دوولسو ولسوالیو کې د شري او ګوزڼ ناروغیو واکسین کمپاین پیل شو.

د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، په یوه تازه ګام کې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او له ګیزاب پرته په څلورو ولسوالیو چوره، دهراوود، خاص اروزګان او چارچینو ولسوالیو کې د شري ناروغۍ واکسین کمپاین پيل شو.

هغه زیاته کړه، په ګیزاب ولسوالۍ کې دوه میاشتې مخکې دغه کمپاین ترسره شوی دی.

دی وايي، د شري ناروغۍ واکسین دغه کمپاین د څه باندې سلو رضاکارانو په مټ ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې ۸۳ زره ۲۸۰ ماشومان واکسین شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.