منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۵ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان او بغلان کې د شري او ګوزڼ ناروغیو واکسین کمپاین پیل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۱ کتنې

ترینکوټ، پلخمري (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د شري او د بغلان په مرکز او دوولسو ولسوالیو کې د شري او ګوزڼ ناروغیو واکسین کمپاین پیل شو.

د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، په یوه تازه ګام کې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او له ګیزاب پرته په څلورو ولسوالیو چوره، دهراوود، خاص اروزګان او چارچینو ولسوالیو کې د شري ناروغۍ واکسین کمپاین پيل شو.

هغه زیاته کړه، په ګیزاب ولسوالۍ کې دوه میاشتې مخکې دغه کمپاین ترسره شوی دی.

دی وايي، د شري ناروغۍ واکسین دغه کمپاین د څه باندې سلو رضاکارانو په مټ ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې ۸۳ زره ۲۸۰ ماشومان واکسین شي.

د ده په خبره، د واکسین دغه کمپاین پر شري د اخته کېدونکو ماشومانو ژغورلو په موخه پيل شوی، کورنیو ته په کار ده چې خپل ټول ماشومان واکسین کړي.

د اروزګان اوسېدونکي خوښ دي چې چارواکو د شري ناروغۍ کمپاین پیل کړی دی.

د دهراوود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد ابراهیم وویل، تېر کال په دې ولسوالۍ کې ګڼ ماشومان شري ناروغۍ نیولي وو او د مرګ تر پولې یې ورسول.

دی وايي، د واکسین په مرسته به ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

بلخوا د روغتیا نړۍوال سازمان/ WHO په مالي ملاتړ په بغلان کې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د شري او ګوزڼ ناروغیو د واکسین کمپاین پیل شو.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر مسعود احمدي په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې رسنیو ته وویل، د شري او ګوزڼ ناروغیو ضد واکسین د بغلان په دوولسو ولسوالیو کې پيل شو چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ۱۵۰ زره له پنځو کلونو د کم عم ماشومان واکسین شي.

د بغلان ولایت مقام د مالي څانګې امر قاري خالد هجران وویل، ټولو ولسوالانو ته مکتوبونه لېږل شوي څو د واکسیناسیون له ډلو سره همکاري وکړي او دغه بهیر له خنډ سره مخ نه شي.

دغه راز په بغلان کې د روغتیا نړۍوال سازمان د ګوزڼ برخې مسوول ډاکټر عزیز احمد سفر وویل سږ کال په دغه ولایت کې پر چیچک او شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

ده وویل، یاد سازمان په دغه ولایت کې د ماشومانو روغتیا، په ځانګړې ډول د واکسین تطبیقولو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په بغلان کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر ماشومان پر شري او نورو ناروغیو اخته شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا